Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پخوانیو بریټانوي کارکوونکو شاهدي: ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د تفرېح لپاره وژل

د پخوانیو بریټانوي کارکوونکو شاهدي: ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د تفرېح لپاره وژل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/15

په تېره څه باندې شل کلنه دوره کې په افغانستان کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ځواکونو قضیې د جمهوریت له سقوط وروسته را پورته کېږي او د بهرنیو ځواکونو له لوري په افغانستان کې شوي ظلمونه او د سترګو لیدلي حالات بیانوي.

تازه مېټرو ورځپاڼې «د افغانستان تحقیقاتو کمېټې» ته د یوې پخوانۍ کارکوونکې مونیکا ګرېنفېل د شاهدي ورکولو خبرې را اخیستي چې په افغانستان کې یې د تېر حکومت پر مهال د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په یوه کمپ کې د اشپزې او د ګودام د مسوولې په توګه دنده تر سره کړې او د بریتانیا ځواکونو له لوري په افغانستان کې له بندیانو سره شوی ظلم او جنایت په داسې حال کې بیانوي چې دغه ځواکونه یې بیخي وحشیان بللي دي.

نوموړې په خپل شاهدانه بیان کې د  نوم له اخستو ډډه کړې او ویلي یې دي دي: « زه په ځانګړي ډول دا خبره په یاد لرم چې هغه (درېیم کس«نوم یې نه دی اخیتسل شوی») راته وویل، دوی به بندیان په فورک‌لفټ (د موټر پورته کولو کرین) پورته کول، بیا به یې لوړ نیول او په ډېر چټک سرعت به یې موټر چلاوه، بیا به یې یو ناڅاپه برېک وواهه؛ ترڅو بندیان ترې وغورځېږي. زما مطلب دا نه دی چې هغه به دا کار یوازې کاوه، بلکې دا یو داسې کار و چې دوی به د تفرېح لپاره کاوه.»

نوموړې په خپل دې اعتراف کې زیاته کړې چې په ژوند یې داسې ځای نه وو لیدلی چې وضعیت په‌کې تر دې حده خراب وي او په خبره یې، داسې احساسېده لکه دې کسانو ته چې هر ډول ازادي ورکړل شوې وي او هېڅوک پرې نظارت نه کوي.

په دې بېس کې د نوموړې یوه بل ملګري هم شاهدي ورکړې چې د دې ځواکونو له لوري به عام خلک په دې تور وژل کېدل چې ګواکي د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي دي، خو کله به چې د کره شواهدو پر بنسټ د عامو خلکو د وژل کېدو راپور تایید شو، بیا به یې د هغوی کورنۍ ته نغدې پیسې ورکولې.

دا خبرې د کریسټوفر ګرین له قوله را اخستل شوې چې په دې بېس کې یې هماغه وخت، د بریټانیا د پوځ د احتیاطي غړي په توګه دنده پر مخ وړله.

د راپور په یوه برخه کې دغه راز راغلي: « تاسو پوهېږئ، په هغو پېښو کې چې د جګړې پر مهال به د طالبانو مشران په قانوني ډول وژل کېدل، هېڅ اړتیا نه وه چې د ځایي خلکو د قناعت لپاره د هغوی کورنیو ته تاوان یا جبران ورکړل شي. دا عادي تګلاره نه وه، له همدې امله دا یو ډېر غیرمعمولي اقدام و او زما په اند، دا په اصل کې د دې اعتراف و چې موږ ناسم کسان وژلي وو او دا کسان په حقیقت کې د طالبانو قوماندانان نه وو.»

ورځپاڼې که څه هم د بریټانیاد فاع وزارت د ویاند له قوله را اخستې چې د حکومت له لوري یې د افغانستان په اړه د خپلواکې پلټنې ډاډ څرګند کړی، خو له دې پلټنو وروسته یې د غبرګون وړاندې کولو خبره کړې.

په راپور کې په دې اړه څرګنده شوې: « د بریټانیا دفاع وزارت یوه ویاند وویل، حکومت په بشپړه توګه ژمن دی چې د افغانستان په اړه له خپلواکې پلټنې سره د هغې د روانو چارو په ترسره کولو کې همکاري وکړي. موږ له ټولو اوسنیو او پخوانیو دفاعي کارکوونکو څخه چې تر اوسه یې پلټنو ته شهادت ورکړی، ډېره مننه کوو. دا مناسبه ده چې اجازه ورکړل شي پلټنه خپل مهم کار بشپړ کړي او وروسته به موږ په بشپړه توګه خپل غبرګون وړاندې کړو. پلټنه لا هم روانه ده.»

د نظامي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « په دې ټول ښه پوهېږي چې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان د نظامي یرغل پرمهال له جنایت ترسره کولو پرته بل څه نه دي کړي. دا چې اوس یوه انګریزي مېرمن په دې اعتراف کوي چې د دوی ځانګړو ځواکونو افغانان د طالبانو په نومونو وژل، ما داسې هم اورېدلي چې دوی به افغانان الوتکو کې پورته کول او بیا به یې کښته را غورځول. نړیوالې محکمې نه شي کولی په دې اړه څېړنې وکړي، ځکه د هغوی واک او اختیار له همدې هېوادونو سره دی.»

تازه د دې موضوع په تړاو اسلامي امارت څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ځلونو ویلي وو چې په تېر څه باندې شل کلنه دوره کې چې کوم ځواکونه په افغانستان کې د بشري او انساني حقونو خلاف کړنو کې ښکېل وو، باید نړیواله محکمه په دې تړاو څېړنه ترسره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي
افغانستان

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

جولای 15, 2026
خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي
افغانستان

خلیلزاد د قطر پخواني امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

جولای 14, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

جولای 15, 2026
د پخوانیو بریټانوي کارکوونکو شاهدي: ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د تفرېح لپاره وژل

د پخوانیو بریټانوي کارکوونکو شاهدي: ځانګړو ځواکونو افغان بندیان د تفرېح لپاره وژل

جولای 15, 2026
خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي

خلیلزاد د قطر پخواني امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

جولای 14, 2026
د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist