Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي

خلیلزاد د قطر پخواني امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/14

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د قطر د پخواني امیر پر مړینې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، که د افغانستان او عراق په تړاو امریکا ته د مرحوم امیر پر سپارښتنو عمل شوی وای، نو نن به حالات بل ډول وای.

زلمي خلیلزاد په خپل پیغام کې ویلي، د سپټمبر د یوولسمې له پیښې وروسته د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش، مرستیال ولسمشر ډیک چیني او خپله ده سره په خبرو کې شیخ حماد بن خلیفه الثاني د افغانستان په تړاو مهمې مشورې ورکړې وې.

خلیلزاد  د قطر پخوانی امیر یو ریښتینې شخصیت بللې، چې د ده په وینا سپینې خبرې یی کولې.

هغه زیاته کړې:« زه هغه د هغو خبرو اترو له امله ښه په یاد لرم چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته یې له ولسمشر جورج ډبلیو بوش، مرستیال ولسمشر ډیک چیني او زما سره د افغانستان او عراق په اړه کړې وې. هغه رښتینی، صادق او سپینو‌ خبرو انسان و او ډېرې ارزښتناکې مشورې یې راکولې. اوس چې تېر وخت ته ګورم، ښايي ښه به وای که د هغه د مشورو ډېره برخه عملي شوې وای. خدای دې وبښي او جنتونه دې ورته نصیب کړي.»

د قطر پخواني امیر شیخ حماد بن خلیفه الثاني وړمه ورځ سهار د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو، د قطر حکومت د ده مړینه یوه ستره ضایعه بللې او په هېواد کې یې د څلورو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دی.

شیخ حماد بن خلیفه الثاني له ۱۹۹۵ زېږدیز کاله تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر امیر وو او د خپلې واکمنۍ په موده کې یې د قطر د پرمختګ لپاره زیاتې هلې ځلې وکړې.

هغه نه یوازې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره زیاتې هلې ځلې کړې وې، بلکه ناپیلې بهرنې سیاست یی هم خپل کړې وو.

د قطر پخواني امیر، شیخ حماد بن خلیفه آل ثاني (چې د «پلار امیر» په نوم هم یادیږي)، په پرله‌پسې توګه متحده ایالاتو ته سپارښتنه کوله چې یوازې پر پوځي ځواک ولاړه ستراتیژي به افغانستان ته تلپاتې ثبات را نه ولي او د سولې یوازېنۍ عملي لار د “طالبانو ” په ګډون له ټولو اړخونو سره مستقیمې خبرې او سیاسي منځګړیتوب دی.

د هغه اساسي سپارښتنې او ورپسې ډیپلوماټیکه تګلاره پر څو مهمو بنسټونو ولاړه وه:

د خبرو اترو ملاتړ

شیخ حماد په وار وار د امریکا بېلابېلو ادارو ته ویلي وو چې د افغانستان شخړه یوازې د پوځي ځواک په وسیله نه شي هوارېدای.

 هغه ټینګار کاوه، که د جګړې مهم لوري له سیاسي بهیره بهر وساتل شي، نو وسله‌واله جګړه به دوام ومومي.

د بې‌طرفه ډیالوګ لپاره د زمینې برابرول

د همدې هدف لپاره، د ۲۰۱۳ کال له واک پرېښودو مخکې د هغه د بهرنۍ پالیسۍ له مهمو نوښتونو څخه یو دا و چې “طالبانو ” ته یې اجازه ورکړه څو په دوحه کې سیاسي دفتر پرانیزي.

دې اقدام د امریکا تګلاره له صرف «ترهګرۍ ضد جګړې» څخه د سولې د منظم سیاسي بهیر پر لور واړوله.

د بې‌طرفه منځګړي رول

شیخ حماد هڅه کوله امریکا دې ته وهڅوي چې قطر د یوه عملي او بې‌طرفه منځګړي په توګه وګوري؛ داسې هېواد چې کولای شي له هغو لوریو سره اړیکې او خبرې وکړي چې واشنګټن ورسره په مستقیم یا ښکاره ډول تعامل نه شو کولی.

د سیمې اوږدمهاله ثبات ته لومړیتوب

هغه باور درلود چې له اسلامي ډلو سره د اړیکو ساتل د سیمه‌ییز امنیت لپاره یوه اړتیا ده. همدا تګلاره وروسته د هغه زوی او ځایناستي، امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، هم تعقیب کړه.

د شیخ حماد پرله‌پسې سپارښتنو په پای کې د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ اغېز وکړ او د ۲۰۲۰ کال د دوحې تاریخي هوکړې لپاره یې بنسټیزه زمینه برابره کړه.

 دغه هوکړه، چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال لاسلیک شوه، په پایله کې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لامل شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist