Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 زابل کې په لومړي ځل له دولتي پوهنتونه  ۷۲ تنه زده کړیالان فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/08

د هېواد په سوېلي ولایت زابل کې د لومړي ځل لپاره د میرویس نیکه په نوم دولتي پوهنتون ۷۲ زده کړیالانو د فراغت لیکونه تر لاسه کړل.

په فارغ شویو زده کړیالانو کې ۶۹  نارینه زده کړیالان او درې یې ښځينه زده کړیالانې وې.

دا زده کړیالان د یاد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند له ریاضي، بیولوژي، کېمیا او فزیک له څانګو فارغ شوي دي.

تازه فارغو شویو ځوانانو غوښتنه وکړه،چې حکومت دې دوی ته د نورو لوړو زده‌کړو تر څنګ د کار او خدمت فرصتونه هم برابر کړي.

یو تن فارغ شوی زده کړیال وايي:« زموږ هېله دا ده،چې دولت راته کاري فرصتونه برابر کړي او پر دندو مو وګوماري، ترڅو ټولنې ته چوپړ وکړو. موږ باید د ټولنې د اوږو بار ونه ګرځو، بلکې پر پښو یې ودرو.» 

یو بل فارغ شوی زده کړیال بیا وايي:« له دولته مو غوښتنه دا ده،چې  د ماسټرۍ برخه کې پر کوردننه یا بهر د زده کړه زمینه راته برابره کړي،ترڅو موږ له نورو هېوادونو سره ځان برابر کړو.» 

د میرویس نیکه پوهنتون مشر روح‌الله مشال بیا له یادو فارغانو وغوښتل،چې نورې لوړې زده‌کړې هم وکړي او په ملي احساس خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

مشال زیاته کړه:« شااوخوا ۴۵۰ زده کړیالان بریالي شوي دي،چې په هغې کې ۲۵۰ کسانو ثبت نام کړی دی. ځېنو تعطیل اخېستی او یو شمېر پرېښی دی. د دوی له کورنیو مو هېله دا ده،چې خپل اولادونه ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو ته ولېږي.» 

په همدې حال کې د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر شرافت ویاړ، تازه فارغ شویو زده کړیالانو ته د کار پیدا کولو په برخه کې د ژمنې تر څنګ وویل، دغه فارغان کولای شي،له دوی سره د پوهنې په برخه کې د ښوونکو په توګه کار وکړي،څو ښوونیز بهیر پياوړی کړي.

ویاړ زیاتوي:« د زابل ولایتي اداره دې ته ژمنه ده،چې نویو فارغ شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.» 

د میرویس خان نیکه پوهنتون په ۱۳۹۶ لمریز کال په زابل کې تاسیس شو،چې اوسمهال دغه پوهنتون د اقتصاد، زراعت او ښوونې او روزنې درې پوهنځي لري،چې د بېلابېلو ولایتونو ۸۵۰ زده کړیالان په کې پر زده کړو بوخت دي.

د مسوولینو په خبره، په نژدې راتلونکې کې به په دغه پوهنتون کې د شرعیاتو، حقوقو او قابلګي پوهنځي هم فعال شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist