Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/08

د نورستان والي قاري زین العابدین عابد له شمشاد ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې تېرکال په دې ولایت کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي.

د هغه په خبره، د هوټلونو جوړېدو، سیاحتي سیمو ته غځېدلو لارو جوړېدو، د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا له امله سیاحت وده کړې او د خلکو پر اقتصاد یې مثبت اغېز کړی او همدارنګه یې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

عابد دغه راز وايي، د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره د خلکو تګ راتګ، سوداګري او سیاحت زیات شوي او ولایتي اداره هڅه کوي چې د سړکونو، برېښنا، کرنې، مالدارۍ، کانونو او سیاحت په برخو کې نورستان پر ځان بسیا او پرمختللی ولایت وګرځوي.

قاري زین العابدین عابد وايي: « له کونړ تر نورستان پورې سړک قير شوی، له نورستان څخه تر بدخشان پورې هم د سړک جوړولو منظوري د نظام له مشرتابه اخستل شوې چې کارونه به یې ژر پيل شي.»

نورستان والي که څه هم د ولایت اوسنۍ بودیجه د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بس نه بولي، خو وايي د مرکزي ادارو او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ، د پراختیایي پروژو د پلي کېدو هڅې روانې دي.

نوموړي زیاتوي، د سړک جوړونې، روغتیا، پوهنې او اوبو رسونې په برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د هغه په خبره، یوازې په تېر کال کې۲۳ ښوونځي ترمیم شوي او په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه پراختیایي پروژې عملي شوې دي.

نورستان والي د خپلې ادارې مهمې ژمنې د سړکونو او زېربناوو پراختیا، د روغتیا او پوهنې خدماتو ښه والی او د ختیځ او لوېدیځ نورستان د عمومي سړکونو اساسي رغونه بللي.

زین العابدین عابد په دې اړه وايي: « موږ د دوه کیلومټره حلقوي سړک منظوري هم اخستې. دا سړک به شل متره سور ولري او ژر به یې کارونه پيل شي.»

نورستان والي د سرحدي سیمو په اړه وايي چې د اسلامي امارت ځواکونه په سرحدي سیمو کې حضور لري او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپل مسوولیتونه ترسره کوي.

عابد د مخابراتي خدماتو د پراختیا په برخه کې د ۳۵ مخابراتي انتنونو د فعالېدو خبر هم ورکړ او وايي، ګڼې سیمې له انټرنېټي او مخابراتي خدماتو برخمنې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist