Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار کې یو شمېر کارېزونه وچ شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/05

د ننګرهار ولایت د ګڼو سیمو خلک له کلونو راهېسې د کارېزونو له اوبو د ځمکو د خړوبولو او د ژوند نورو اړتیا لپاره ګته اخلي، خو په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله ګڼو ولسوالیو کې هغه کارېزونه وچ شوي او یا هم په وچېدو دي،چې وړاندې یې سلګونه جریبه ځمکې خړوبولې

د یاد ولایت بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د کارېزونو وچ کېدو له امله  خلک له ستونزو سره مخ  شوي دي. 

د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دې کارېز وړاندې شااوخوا ۲۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوله. دغه راز شااوخوا ۳۸۰ کورنیو ترې استفاده کوله. اوس دا دی، تاسې ګورئ، چې دواړه کارېزونه وچ شوي دي،چې له امله یې ونې هم وچې شوې. کمښت مو هم وچ شو.»  

د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له دې کارېز سره مو ښه کار جوړ وه. زموږ دا سیمه ورسره ډېره ښه اباده وه. دې کارېزې کې مخکې ډېرې اوبه وې. شااوخوا یو کال کېږي،چې پر موږ وچکالي راغلې. نو له تاسو مو هېله دا ده،چې ستونزې مو لوړپوړو چارواکو ته ورسوئ.» 

د یادې  ولسوالۍ اوسیدونکي وایي،پر کاریز یې سیمه اباده وه،غلي دانې یې له کوره وې او د سیمې سبزیجات یې د هېواد له ولایتونو سربیره کوزې پښتونخوا او پاکستان ته هم صادر کېدل. 

د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن اسېدونکی وايي:« دا ۴۱ څاګانې دي. له دې به موږ له ۲۰۰ تر ۲۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوله. روميان مو پرې کړل، تور بادنجان مو کرل او نورې ترکارۍ به مو پرې کرلې.» 

د بټي کوټ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زموږ کارېز ډېر ښکلی او اباد کارېز وه. له دې کارېزه به موږ ځمکې خړوبولې.هندواڼې او ترکارۍ به مو له دغه ولایت سربېره کوزې پښتونخوا او پاکستان ته هم لېږل. »

د ننګرهار د سیندیزې حوزې مشر مولوي سید فضل احمد هاشمي وايي، د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د کانالونو او کاریزونو سروې شوې او په خبره یې ځینو ولسوالیو کې يې د کاریزونو او کانالونو  صفاکاري جریان لري.

هاشمي زیاته کړې:« په ټولو ولسوالیو کې ۴۱۷ کانالونه  او ۲۰۱ کارېزونه سروې شوي دي. د ډېری کانالونو او کارېزیون پاککاري په بېلابېلو ولسوالیو کې، د مختلفو برنامو له لارې روانه ده. د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې اوس مهال عملي کار روان دی.»

دا په داسې حال کې ده،چې ګڼو ولایتونو کې بزګران له وچکالۍ شکایت کوي او ډېری کروندګر له لویو څاګانو خپلو ځمکې خړوبوي،خو د افغانستان د سیندونو روانې اوبه ګاونډي هېواد پاکستان ته روانې دي او د مهار لپاره یې کار نه دی شوی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist