Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د درملیزو چوپړتیاوو ټولنه: هغه  اوازې بې اساسه دي چې ګواکې افغانستان د درملو له کمښت سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/05

د افغانستان د درملیزو چوپړتیاوو ټولنه او  د درملو تولیدي شرکتونه وایي، مارکیټ کې په کافي اندازه درمل لري او هغه اوازې بې اساسه دي،چې ګوندې افغانستان د درملو له کمښت سره مخ دی.

د افغانستان د درملو د تولید کارخونو مشر  کمال الدین کاکړ وايي:« لارې نه دي تړل شوي،واردات کېږي. په کورونايي وخت کې ځمکنۍ او هوايي لارې ټولې تړلې وې، په هغه وخت کې هم درمل کم نه شول. نو اوس به څنګه کم شي؟ سمه ده،چې بيو کې بدلون راغلی دی، خو بیې په ټوله کې پر نړیواله کچه، نه یوازې په افغانستان کې، که هغه اسیا ده،که اروپا ده،که د امریکا مارکېټونه دي، هلته په ټوله کې د درملو خام مواد له ۴۷ تر ۵۷ سلنې پورې بیو بدلون کړی دی.» 

د کاکړ په خبره د  هیواد دننه د درملو د تولید په برخه کې ۲۵۰ میلونه ډالر پانګونه شوې او کورني شرکتونه دا مهال د ۱۵ سلنه درملو تولید ظرفیت لري.

د ده په خبره، که په داخلي درملو تکیه زیاته او د قاچاق مخه ونیول شي، کولای شيؤ له وارداتو پرته د اړتیا وړ درمل تولید کړي. 

هغه زیاته کړه:« افغانستان په لویه کچه قاچاق راروان دی. کله چې دلته مسووولین د قاچاق مخه ونیسي، یا هم وغواړي، هغه کسان،چې واردات کوي، هویت د ډېریو مالوم نه دی. بې هویته خلک قاچاق کوي. خو کله،چې د هغوی مخه نیول کېږي، بیا مارکیټ کې غوغا راپورته کېږي. موږ له دې مسلې ملاتړ کوو. د قاچاق مخه دې ونیول شي. په قانوني ډول دې افغانستان ته واردات وشي. د کورني تولېد دې ملاتړ وشي، په مارکیټ کې به هېڅ نوعه کمښت راشي.» 

افغانستان ته د درملو واردونکي شرکت مشر نجیب الله صاحب زاده بیا وایي، د وارداتو په برخه کې یو لړ ستونزې شته دی،خو په خبره یې د دوی واردات په عادي ډول روان دي. 

صاحبزاده زیاتوي:« موږ اوس هم په پړاوونو کې ستونزې لرو. د درملو په لېږد کې ستونزې دي. د پیسو په لېږد کې ستونزې دي. د درملو کمښت وړاندې هم موجود نه وه او الحمد الله اوس هم نه شته دی. د سیمې پر کچه او په ځانګړې د  افغانستان مارکېټ ډېر مجهز دی. ځکه دلته د خلاص مارکیټ په توګه د ډېرو هېوادونو توکي راځي. الحمد الله زموږ سوداګر ډېرې پراخه اړیکې لري.» 

د افغانستان د درملو او روغتیايي متشبثینو خبرې داسې مهال کوي،چې له یوې میاشتې راهیسې کابل کې د درملو ځيني پلورونکي شکایتونه لري،چې مارکیټ د درملو له کمښت سره مخ دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist