Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملکي هوايي چلن او ترانسپورټ وزارت: هغه اوازې ناسمې دي چې د هېواد رادار سیسټم غیر فعاله شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/02

د افغانستان اسلامي امارتد ملکي هوايي چلن او ترانسپورټ وزارت هغه اوازې رد کړې،چې ګواکې د هيواد رادار سيستم غیرفعاله شوی او ډېرې الوتنې له پاکستانه کنټرول کېږي. 

د اید وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي،د هېواد پر ټولو هوايي ډګرونو کې رادار سيستم د پخوا په څير فعاله او د هېواد حريم د افغانانو په کنټرول کې  دی.

احمدي زیاته کړه:«د افغانستان د هوايي ډګرونو ټول رادارونه فعاله دي.په کابل هوايي ډکر کې هم رادار فعال ده او د افغانستان هوايي حريم البته د ملکې الوتنو لپاره ټول خدمات د ترانسپورټ او هوايي چلن وزرات له خوا ترسره کيږي. د  دار راپورنه ردوو او دا ناسم راپورونه دي.» 

احمد وايي،د افغانستان ملکي هوايي چلن د نړیوال سازمان غريتوب لري او د ياد سازمان  د شرايطو پر اساس ګاونډي هېوادونه اړ دي،چې د الوتنو او د سفرونو د کنټرول په برخه کې له يو بل سره همغږي وکړي.

هغه زیاته کړه:«موږ د آی.سي.اې.او نړيوال سازمان غريتوب لرو او زموږ ګاونډي هېوادونه هم د ياد سازمان غړيتوب لري. د دې سازمان غړيتوب،چې څوک لري، نو باید د ياد سازمان شرايط پوره کړي. له شرطونو يې يو شرط دا دی،چې د ټولو ترمنځ بايد همکاري موجوده وي. کله چې له درېیم هېواده الوتکه افغانستان ته او له افغانستانه يو بل هېواد ته تيريږي.نو دا د کنوانسيون د اصولو له مخې کله چې افغانستان ته داخله شي پنځلس دقيقې مونږ ته خبر راکول کيږي او کله چې زمونږ د فضاء څخه تيريږي مونږ دريم ګړې هيواد ته خبر ورکوو چې دا متقابله همکاري ده چې د ګاونډيو هيوادونو سره يې لرو.»

د احمدي په خبره ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت په هڅه کې دی،چې د هېواد د رادار سيستم لا غښتلی او قوي  کړي او په همدې موخه يې تخنيکي برخې د قرادادونو هڅې کړندۍ کړي دي. 

په وروستيو کې داسې انديښنې موجودې وې،چې د هېواد د هوايي ‌ډګرونو رادار سيتمونه غير فعال دي او د هېواد فضايي حريم له پاکستانه کنټرول کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist