Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/28

د کندهار ولایت دامان ولسوالي هغه ځای دی چې په کې د غنمو پراخ کښتونه شته او د غنمو حاصلات یې په ټول هېواد کې ځانګړی شهرت لري.

د دې ځای د غنمو کروندګر وايي، سږکال د زیاتو بارانونو او زراعتي امراضو د کمښت له امله په حاصلاتو کې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.

کروندګر یار محمد وايي: « سږ کال د کندهار د غنمو حاصلات ډېر ښه او برابر وو؛ ځکه چې له یوې خوا بارانونه وو، کال آباد و او له بلې خوا نباتي ناروغۍ هم نه وې. له حکومت غوښتنه کوو چې د غنمو د حاصلاتو ساتلو لپاره مرسته وکړي.»

کروندګر حسن خان وايي: « د کندهار زردانه غنم تر ټولو ښه غنم دی او سږ کال یې ښه حاصل هم کړی. سږ کال زموږ فصلونه برابر دي او کروندګر هم خوښ دي.»

په ورته مهال، د کندهار کرنې ریاست مسوولین وایي، سږکال د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر څه باندې ۹۸زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي چې په وینا یې، کروندکر به ترې ۳۶۹ زره ټنه حاصلات ترلاسه کړي.

د دوی په خبره، بریالی شوي چې په روان کال کې له کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او نورو زراعتي امکاناتو مرستې ترسره کړي چې په خبره یې راتلونکی کال به د غنمو حاصلات نور هم زیات شي.

د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « موږ سږ کال په کندهار کې په ۹۸ زره ۳۸۲ هکټاره ځمکو غنم لرو . له دغو ځمکو به د اټکل له مخې ۳۶۹ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.»

په کندهار کې د غنمو بېلابېل ډولونه یا (ورایټۍ) کرل کېږي چې مشهور یې داماني، کابلي، مقاوم او نور دي چې ښه حاصلات ورکوي او کیفیت يې هم ښه دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې
افغانستان

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

جون 29, 2026
بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې
افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې

جون 29, 2026
نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري
افغانستان

نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري

جون 29, 2026
هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي
افغانستان

هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

جون 28, 2026
ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي
افغانستان

تېرو دوو ورځو کې طبیعي پېښو له پنځو هېوادوالو ژوند اخستی

جون 28, 2026
واسیلیف: ګډ امنیتي تړون افغانستان سره پوله کې د وسله والو ډلو ځپلو هڅه کوي
افغانستان

واسیلیف: ګډ امنیتي تړون افغانستان سره پوله کې د وسله والو ډلو ځپلو هڅه کوي

جون 28, 2026

وروستي خبرونه

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

شانګهای همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه مشورتي غونډه کړې

جون 29, 2026
بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې

بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مرستیال سره لیدنه کې د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړې

جون 29, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026
نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري

نوري: د استخباراتي ادارو  له خوا  جوړېدونکې ډلې هېواد کې د فعالیت توان نه لري

جون 29, 2026
کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

کندهار کې به سږ کال د غنمو له فصل ۳۶۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

جون 28, 2026
هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

هرات کې د کچالو کروندګر: حاصلات ښه خو بیې ناهیلې کوونکې دي

جون 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist