Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
واسیلیف: ګډ امنیتي تړون افغانستان سره پوله کې د وسله والو ډلو ځپلو هڅه کوي

واسیلیف: ګډ امنیتي تړون افغانستان سره پوله کې د وسله والو ډلو ځپلو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/28

ټایمز آف سېنټرل ایشیا ورځپاڼې د ګډ امنیتي تړون سازمان (سي‌اېس‌ټي‌او) د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي چې په منځنۍ اسیا کې د دې سازمان اصلي امنیتي اندېښنه لاهم هغه ګواښ دی چې د افغانستان د شمالي سرحدي سیمو له وسله‌والو څخه سرچینه اخلي.

یادې ورځپاڼې ویلي، د دې سازمان د دایمي شورا مشر وېکټور واسیلیف روانه اوونۍ د روسیې په سن پټرز بورګ ښار کې یوې غونډې ته ویلي، د دې سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ به د هغو وسله‌والو ډلو په ضد ګډې هڅې زیاتې شي چې د تاجیکستان او چین د چارواکو په وینا، د چین له ملاتړ څخه برخمنو سوداګریزو پروژو باندې یې بریدونه کړي او همدارنګه یې د تاجیکستان پر پوله نورې اندېښنې رامنځه کړې دي.

وېکټور واسیلیف زیاته کړې: « موږ پلان لرو چې خپلې ګډې هڅې لا زیاتې کړو، ترڅو هغه وسله‌وال او افراطي ډلې له منځه یوسو چې د افغانستان په شمالي سرحدونو کې راټولېږي.»

د دې ورځپاڼې په راپور کې که څه هم د واسیلیف له قوله دا خبرې را اخستل شوې دي مګر مشخص د کومې ډلې نوم نه دی اخستل شوی او د نوموړي له قوله په کې زیاته شوې چې له افغانستان څخه د وسله‌والو له خوا د تاجیکستان پر خاورې د هاوان او راکېټي بریدونو پېښې ځانګړې اندېښنه رامنځته کړې دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان یاد چارواکي دغه راز ویلي، له اسلامي امارت سره د دې سازمان غړو هېوادونو خبرې کړې، خو په خبره یې امنیتي اندېښنې لا شته دي.

واسیلیف زیاته کړې: « سره له دې چې روسیې او د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونو د اسلامي امارت له چارواکو سره د اړیکو جوړولو هڅې کړې، خو امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی.»

که څه هم اسلامي اسلامي امارت په ځلونو ګاونډیو هېوادونو، سیمې او د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد په ضد نه کارول کېږي او افغانستان یې له هر ډول وسله‌والو ډلو پاک بللی، خو بیا هم وخت ناوخت د ځینو سازمانونو له لوري دا ډول اندېښنې مطرح کېږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند که څه هم د راپور تر خپرېدو په دې تړاو خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ، خو د نظامي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې افغان ولس باید د دې سازمانونو اندېښنو ته ارزښت ورنه کړي او په خبره یې د دې اندېښنو پر ځای دې له افغانستان سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د جوړولو هڅه وشي او وروسته دې له ډېپلوماټیکو لارو دا ډول اندېښنې مطرح شي چې معقول ځواب ترلاسه کړي.

د نظامي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ولس باید پوه شي چې نور د دې هېوادونو او سازمانونو اندېښنو، نیوکو او غندنو ته هېڅ ارزښت ورنه کړي. همدې هېوادونو او سازمانونو نیمه نړۍ زموږ په هېواد کې د جګړې اور بل کړی و او دلته یې پراخ جنایتونه وکړل. دا تأسف خبره ده چې اوس دوی اندېښنې هم څرګندوي.»

ټایمز اف سینټرل ایشیا ورځپاڼې د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې دا هم ویلي چې د ګډ امنیتي تړون سازمان له دې وړاندې هم تاجیکستان ته تجهیزات ورکړي او ګډ پوځي تمرینونه یې هم ترسره کړي، ترڅو له افغانستان سره شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومټره پولې په ساتنه کې د تاجیکستان د امنیتي ځواکونو وړتیاوې پیاوړې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist