ټایمز آف سېنټرل ایشیا ورځپاڼې د ګډ امنیتي تړون سازمان (سياېسټياو) د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي چې په منځنۍ اسیا کې د دې سازمان اصلي امنیتي اندېښنه لاهم هغه ګواښ دی چې د افغانستان د شمالي سرحدي سیمو له وسلهوالو څخه سرچینه اخلي.
یادې ورځپاڼې ویلي، د دې سازمان د دایمي شورا مشر وېکټور واسیلیف روانه اوونۍ د روسیې په سن پټرز بورګ ښار کې یوې غونډې ته ویلي، د دې سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ به د هغو وسلهوالو ډلو په ضد ګډې هڅې زیاتې شي چې د تاجیکستان او چین د چارواکو په وینا، د چین له ملاتړ څخه برخمنو سوداګریزو پروژو باندې یې بریدونه کړي او همدارنګه یې د تاجیکستان پر پوله نورې اندېښنې رامنځه کړې دي.
وېکټور واسیلیف زیاته کړې: « موږ پلان لرو چې خپلې ګډې هڅې لا زیاتې کړو، ترڅو هغه وسلهوال او افراطي ډلې له منځه یوسو چې د افغانستان په شمالي سرحدونو کې راټولېږي.»
د دې ورځپاڼې په راپور کې که څه هم د واسیلیف له قوله دا خبرې را اخستل شوې دي مګر مشخص د کومې ډلې نوم نه دی اخستل شوی او د نوموړي له قوله په کې زیاته شوې چې له افغانستان څخه د وسلهوالو له خوا د تاجیکستان پر خاورې د هاوان او راکېټي بریدونو پېښې ځانګړې اندېښنه رامنځته کړې دي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان یاد چارواکي دغه راز ویلي، له اسلامي امارت سره د دې سازمان غړو هېوادونو خبرې کړې، خو په خبره یې امنیتي اندېښنې لا شته دي.
واسیلیف زیاته کړې: « سره له دې چې روسیې او د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونو د اسلامي امارت له چارواکو سره د اړیکو جوړولو هڅې کړې، خو امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی.»
که څه هم اسلامي اسلامي امارت په ځلونو ګاونډیو هېوادونو، سیمې او د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد په ضد نه کارول کېږي او افغانستان یې له هر ډول وسلهوالو ډلو پاک بللی، خو بیا هم وخت ناوخت د ځینو سازمانونو له لوري دا ډول اندېښنې مطرح کېږي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند که څه هم د راپور تر خپرېدو په دې تړاو خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ، خو د نظامي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې افغان ولس باید د دې سازمانونو اندېښنو ته ارزښت ورنه کړي او په خبره یې د دې اندېښنو پر ځای دې له افغانستان سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د جوړولو هڅه وشي او وروسته دې له ډېپلوماټیکو لارو دا ډول اندېښنې مطرح شي چې معقول ځواب ترلاسه کړي.
د نظامي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ولس باید پوه شي چې نور د دې هېوادونو او سازمانونو اندېښنو، نیوکو او غندنو ته هېڅ ارزښت ورنه کړي. همدې هېوادونو او سازمانونو نیمه نړۍ زموږ په هېواد کې د جګړې اور بل کړی و او دلته یې پراخ جنایتونه وکړل. دا تأسف خبره ده چې اوس دوی اندېښنې هم څرګندوي.»
ټایمز اف سینټرل ایشیا ورځپاڼې د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې دا هم ویلي چې د ګډ امنیتي تړون سازمان له دې وړاندې هم تاجیکستان ته تجهیزات ورکړي او ګډ پوځي تمرینونه یې هم ترسره کړي، ترڅو له افغانستان سره شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومټره پولې په ساتنه کې د تاجیکستان د امنیتي ځواکونو وړتیاوې پیاوړې کړي.