Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ترکي پانګوالو ته د ګډې پانګونې پراختیا بلنه ورکړې

افغانستان ترکي پانګوالو ته د ګډې پانګونې پراختیا بلنه ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/28

وروسته له هغې چې افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه صفر ته ورسوله، هڅې یې پیل کړې دي چې خپلې سوداګرۍ ته بدیلې لارې پيدا کړي. د همدې هڅو په لړ کې د افغانستان یو لوړ پوړی سوداګریز پلاوی د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس محمد ابراهیم غضنفر په مشرۍ د افغانستان یوه لوړ پوړي سوداګریز پلاوي د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان–ترکیې د ګډې سوداګریزې شورا په غونډه کې ګډون کړی  او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو پانګونو پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې.

د بلخ سوداگرۍ او پانګونې خونه وايي: « په دې غونډه کې د افغانستان او ترکیې سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و او د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحثونه وکړل. محمد ابراهیم غضنفر ترکي پانګوال وهڅول چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، ترکیه د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو ګڼي او زیاتوي چې د ګډو پانګونو زیاتوالی کولی شي د هېواد په اقتصادي ودې، د کارموندنې په رامنځته کولو، د تولیداتو په زیاتوالي او د صادراتو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تجارتي او اقتصادي فرصتونو لپاره تل ترکیې پانګوال لېوال وو او اوس هم دي. اوس چې افغانستان له اقتصادي اړخه دېته اړتیا لري چې باید پر خپلو پښو ودرېږي، باید هم کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي. دا یو ښه فرصت دی او ښه زمینه باید ورته برابره شي.»

په ټوله کې ټینګار دا دی چې په کور دننه او بهر پانګوالو د باور  پیاوړتیا، د اسانتیاوو  برابرول او د پانګونې لپاره د مناسب حقوقي او اقتصادي چاپېریال رامنځته کول د دغو همکاریو د بریالیتوب لپاره اړین دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist