وروسته له هغې چې افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه صفر ته ورسوله، هڅې یې پیل کړې دي چې خپلې سوداګرۍ ته بدیلې لارې پيدا کړي. د همدې هڅو په لړ کې د افغانستان یو لوړ پوړی سوداګریز پلاوی د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس محمد ابراهیم غضنفر په مشرۍ د افغانستان یوه لوړ پوړي سوداګریز پلاوي د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان–ترکیې د ګډې سوداګریزې شورا په غونډه کې ګډون کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو پانګونو پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې.
د بلخ سوداگرۍ او پانګونې خونه وايي: « په دې غونډه کې د افغانستان او ترکیې سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و او د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحثونه وکړل. محمد ابراهیم غضنفر ترکي پانګوال وهڅول چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، ترکیه د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو ګڼي او زیاتوي چې د ګډو پانګونو زیاتوالی کولی شي د هېواد په اقتصادي ودې، د کارموندنې په رامنځته کولو، د تولیداتو په زیاتوالي او د صادراتو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تجارتي او اقتصادي فرصتونو لپاره تل ترکیې پانګوال لېوال وو او اوس هم دي. اوس چې افغانستان له اقتصادي اړخه دېته اړتیا لري چې باید پر خپلو پښو ودرېږي، باید هم کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي. دا یو ښه فرصت دی او ښه زمینه باید ورته برابره شي.»
په ټوله کې ټینګار دا دی چې په کور دننه او بهر پانګوالو د باور پیاوړتیا، د اسانتیاوو برابرول او د پانګونې لپاره د مناسب حقوقي او اقتصادي چاپېریال رامنځته کول د دغو همکاریو د بریالیتوب لپاره اړین دي.