په ترکیه،تاجکستان او هند کې د افغانستان د اوسني نظام له مخالیفینو سره د امریکامتحده ایالتو دځانګړي استازي توماس ویسټ وروستیو لېدنو اندیښنې زیږولي دي .
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، پر کور دننه،د سیمې او نړۍ پر کچه د اسلامي امارت وروستیو سیاستونو او پریکړو د امریکا متحده ایالت د اسلامي امارت له مخالیفینو سره لېدنو ته اړه کړې.
دوي وايي،که اسلامي امارت خپل وروستی دریځ بدل نه کړي،ښايي دغه هېواد د اوسني نظام له مخالیفینو پوځي ملاتړ هم اعلان کړي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« اوس دا وېره دمحاسبې وړ دی،چې نړیواله ټولنه د اسلامي امارت له سیاستونو په نارضایتۍ باندې کیدای شي،پر هغو کسانو حساب وکړي،چې د شل کلن اشغال پرمهال یې دوی ته د خدمت لپاره د افغان ولس پر وړاندې خیانت کړی و. که چیرې اسلامي امارت خپلو دغو ناکامو سیاستونو ته پر کور دننه،سیمې او نړیوالې کچې باندې دوام ورکړي،نو کیدای شي چې په شکل باندې لکه څه رنګه چې نن د هغوی له سیاست ملاتړ کوي، سبا له هغوی خپل نظامي او پوځي ملاتړ هم اعلان کړي.»
ځینې په دې باور دي،چې د امریکامتحده ایالت د افغانستان پر وړاندې دوه مخی چلن کوي او ټینګار کوي چې دامریکا وروستی حرکت باید جدي وڅارل.
دوی وايي،د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت له هغه اعلان سره،چې د افغانستان د اوسني حکومت له مخالیفینو ملاتړ نه کوي،د توماس ویسټ لېدنې سره تضاد کې دي او دا د امریکا متحده ایالتو د دوه مخي سیاست ښکارندوي کوي.
د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« یو خوا ډونال لو دی،چې د سویلې او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی هغه وايي چې موږ دافغانستان داسلامي امارت پروړاندې هیڅ ډول مقاومت ته دهمکارۍ لاس نه ورکوو اما ټام ویسټ چې دهغه دلاس لاندې سړی دی هغه راځي دجبهې مقاومت سره ګوري او داخبرې کوي چې چې دوي کوشش کوي چې دافغانستان شل کلنې لاسته راوړنې محفوظ وساتل شي او داسې حکومت لپاره کار کوي چې هغې کې ټول مخالیفینو ته ځای ورکړل شي.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، پر کوردننه د سیاسي مشروعیت نشتوالي او د سرپرست حکومت دوام هغه څه دي،چې د امریکا متحده ایالت او نړیوال یې بې باوره کړي او د سیاسي حل لپاره یې هلې ځلې پيل کړي دي.
ځلاند زیاته کړه:« پر کور دننه د سیاسي مشروعیت نشتون د سیاسي ملي اجماع نه رامنځ ته کیدل،د سرپرستې ادارې یا حکومت دوام دا هغه څه دي،چې نړیوال یې د طالبانو د حکومت په بڼه باندې بې باوره کړي دي او د همدې اندیښنو له امله توماس ویسټ په ګڼو بهرنیو هېوادونو کې له میشتو افغانانو سره لیدلي دي او دا هغه هلې ځلې دي،چې دسیاسي حل لارې پیداکیدو لپاره ترسره کېږي.»
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي توماس ویسټ تازه هغو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي،چې د افغانستان حکومت مخالیفین په کې میشت دي او له هغوی سره یې دافغانستان د راتلونکي نظام او شل کلنو لاسته راوړنو پرساتنې خبرې کړي دي.