Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د اسلامي امارت وروستیو سیاستونو امریکا اړه کړه چې استازي یې د افغانستان د اوسني حکومت له مخالیفینو سره وګوري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/01

په ترکیه،تاجکستان او هند کې د افغانستان د اوسني نظام له مخالیفینو سره د امریکامتحده  ایالتو دځانګړي استازي توماس ویسټ وروستیو لېدنو اندیښنې زیږولي دي .

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، پر کور دننه،د سیمې او نړۍ پر کچه د اسلامي امارت وروستیو سیاستونو او پریکړو د امریکا متحده ایالت د اسلامي امارت له مخالیفینو سره لېدنو ته اړه کړې.

دوي وايي،که اسلامي امارت خپل وروستی دریځ بدل نه کړي،ښايي دغه هېواد د اوسني نظام له مخالیفینو پوځي ملاتړ هم اعلان کړي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« اوس دا وېره دمحاسبې وړ دی،چې نړیواله ټولنه د اسلامي امارت له سیاستونو په نارضایتۍ باندې کیدای شي،پر هغو کسانو حساب وکړي،چې د شل کلن اشغال پرمهال یې دوی ته د خدمت لپاره د افغان ولس پر وړاندې خیانت کړی و. که چیرې اسلامي امارت خپلو دغو ناکامو سیاستونو ته پر کور دننه،سیمې او نړیوالې کچې باندې دوام ورکړي،نو کیدای شي چې په شکل باندې لکه څه رنګه چې نن د هغوی له سیاست ملاتړ کوي، سبا له هغوی خپل نظامي او پوځي ملاتړ هم اعلان کړي.»

ځینې په دې باور دي،چې د امریکامتحده ایالت د افغانستان پر وړاندې دوه مخی چلن کوي او ټینګار کوي چې دامریکا وروستی حرکت باید جدي وڅارل.

دوی وايي،د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت له هغه اعلان سره،چې د افغانستان د اوسني حکومت له مخالیفینو ملاتړ نه کوي،د توماس ویسټ لېدنې سره تضاد کې دي او دا د امریکا متحده ایالتو د دوه مخي سیاست ښکارندوي کوي.

د سیاسي چارو کارپوه  سید بلال فاطمي وايي:« یو خوا ډونال لو دی،چې د سویلې او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی هغه وايي چې موږ دافغانستان داسلامي امارت پروړاندې هیڅ ډول مقاومت ته دهمکارۍ لاس نه ورکوو اما ټام ویسټ چې دهغه دلاس لاندې سړی دی هغه راځي دجبهې مقاومت سره ګوري او داخبرې کوي چې چې دوي کوشش کوي چې دافغانستان شل کلنې لاسته راوړنې محفوظ وساتل شي او داسې حکومت لپاره کار کوي چې هغې کې ټول مخالیفینو ته ځای ورکړل شي.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، پر کوردننه د سیاسي مشروعیت نشتوالي او د سرپرست حکومت دوام هغه څه دي،چې  د امریکا متحده ایالت او نړیوال یې بې باوره کړي او د سیاسي حل لپاره یې هلې ځلې پيل کړي دي.

ځلاند زیاته کړه:« پر کور دننه د سیاسي مشروعیت نشتون د سیاسي ملي اجماع نه رامنځ ته کیدل،د سرپرستې ادارې یا حکومت دوام دا هغه څه دي،چې نړیوال یې د طالبانو د حکومت په بڼه باندې بې باوره کړي دي او د همدې اندیښنو له امله توماس ویسټ په ګڼو بهرنیو هېوادونو کې له میشتو افغانانو سره لیدلي دي او دا هغه هلې ځلې دي،چې دسیاسي حل لارې پیداکیدو لپاره ترسره کېږي.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي توماس ویسټ تازه هغو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي،چې د افغانستان حکومت مخالیفین په کې میشت دي او له هغوی سره یې دافغانستان د راتلونکي نظام او شل کلنو لاسته راوړنو پرساتنې خبرې کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist