د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، له قزاقستان سره د اقتصادي همکاریو د لارې نقشې طرحه نهایي شوې او له قزاقستان غوښتنه کوو چې له خپله اړخه د لارې د دې نقشې طرحه وروستۍ او د پلي کېدو زمینه یې برابره کړي.
ملا عبدالغنی برادر د دوه اړخیزې اقتصادي ودې لپاره د دې طرحې تصویب مهم بولي او وايي، له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه تر درېیو میلیاردو امریکايي ډالرو لوړه شي.
برادر زیاته کړې: « د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو د لارې نقشی د طرحې ژر نهایي کېدل د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خورا مهمه ده.»
برادر دغه راز ویلي، د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، د رېل پټلۍ، صنایعو، د کرنیزو محصولاتو صادولو ډېرول، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تفاهم لیکونه، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان لپاره د یو ګډ مرکز رامنځته کول او نور موارد د لار نقشې مهمې برخې جوړوي.
ملا برادر په دې اړه ویلي: « د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، د رېل پټلۍ، صنایعو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په زیاتوالي، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تفاهم لیکونه، د بانکي اړیکو پیاوړې کولو برخه کې ګډ کار د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان لپاره د یو ګډ مرکز رامنځته کول او د افغانستان د وارداتو لپاره د خارګوس په بندر کې د یوه لوجسټیکي مرکز د جوړولو غوښتنلیک د لارې نقشې مهمې برخې جوړوي.»
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دغه راز د اقتصادي همکاریو په غښتلی کولو کې د خصوصي سکټور رول هم مهم بللی او وايي، د سوداګریزو نندارتونونو جوړولو، متقابلو سفرونو او د ګډو ناستو جوړولو له لارې نوي فرصتونه باید رامنځته شي.
بله خوا، اقتصادي شنونکي وايي د دې ډول اړیکو له لارې کېدای شي چې د اړتیاو وړ توکو په وارداتو لګښت او وخت کم ولګولی شي.
دوی دا باور هم څرګندوي چې د ګاونډ او سیمې له هېوادونوسره سټراټیژیکې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د افغانستان پر اقتصاد هم مثبت اغیز پرې باسي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « کله چې تاسو له نږدې هېوادونو سره اقتصادي اړیکې ولری، د سیالۍ او رقابت وړتیا هم ډېره وي. که موږ وکولی شو له دغو اړیکو لا ښه ګټه پورته کړو او بهرنۍ پانګه جذب کړو، د دې اقتصادي مؤثریت لا ډېرېږي.»
د افغانستان له لوري له قزاقستان سره د اقتصادي همکاریو د لار نقشې د پلي کولو غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د قزاقستان لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي افغانستان ته سفر کړی او د دواړو خواو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولوپه لارو چارو له افغان لوري سره تفصیلي خبرې کړې دي.