Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، له قزاقستان سره د اقتصادي همکاریو د لارې نقشې طرحه نهایي شوې او له قزاقستان غوښتنه کوو چې له خپله اړخه د لارې د دې نقشې طرحه وروستۍ او د پلي کېدو زمینه یې برابره کړي.

ملا عبدالغنی برادر د دوه اړخیزې اقتصادي ودې لپاره د دې طرحې تصویب مهم بولي او وايي، له دې سره به د دواړو  هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه تر درېیو میلیاردو امریکايي ډالرو لوړه شي.

برادر زیاته کړې: « د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو د لارې نقشی د طرحې ژر نهایي کېدل د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خورا مهمه ده.»

برادر دغه راز ویلي، د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، د رېل پټلۍ، صنایعو، د کرنیزو محصولاتو صادولو ډېرول، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تفاهم لیکونه، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان لپاره د یو ګډ مرکز رامنځته کول او  نور  موارد د لار نقشې مهمې برخې جوړوي.

ملا برادر په دې اړه ویلي: « د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، د رېل پټلۍ، صنایعو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په زیاتوالي، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تفاهم لیکونه، د بانکي اړیکو پیاوړې کولو برخه کې ګډ کار د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان لپاره د یو ګډ مرکز رامنځته کول او د افغانستان د وارداتو لپاره د خارګوس په بندر کې د یوه لوجسټیکي مرکز د جوړولو غوښتنلیک د لارې نقشې مهمې برخې جوړوي.»

د ریاست الوزرا  اقتصادي مرستیال دغه راز د اقتصادي همکاریو په غښتلی کولو کې د خصوصي سکټور رول هم مهم بللی او وايي، د سوداګریزو نندارتونونو جوړولو، متقابلو سفرونو او د ګډو ناستو جوړولو له لارې نوي فرصتونه باید رامنځته شي.

بله خوا، اقتصادي شنونکي وايي د دې ډول اړیکو له لارې کېدای شي چې د اړتیاو وړ توکو په وارداتو لګښت او وخت کم ولګولی شي.

دوی دا باور هم څرګندوي چې د ګاونډ او سیمې له هېوادونوسره  سټراټیژیکې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د افغانستان پر اقتصاد هم مثبت اغیز  پرې باسي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « کله چې تاسو له نږدې هېوادونو سره اقتصادي اړیکې ولری، د سیالۍ او رقابت وړتیا هم ډېره وي. که موږ وکولی شو له دغو اړیکو لا ښه ګټه پورته کړو او بهرنۍ پانګه جذب کړو، د دې اقتصادي مؤثریت لا ډېرېږي.»            

د افغانستان له لوري له قزاقستان سره د اقتصادي همکاریو د لار نقشې د پلي کولو غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د قزاقستان لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي افغانستان ته سفر کړی او د دواړو خواو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولوپه لارو چارو له افغان لوري سره تفصیلي خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist