ننګرهار کې داسې مهال له حکومته د لوړو زده کړو برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کېږي چې د سږ کال کانکور ازموینه کې د څارونکو په باور، د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار جذب هم د پاملرنې وړ دی.
له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي وایي، د ښوونځي له بشپړولو و وروسته د دوی ستره هیله لوړو زده کړو ته لاسرسی دی. دوی له اړوندو ادارو غواړي چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینې ورته پراخې کړي.
له دولسم ټولګي فارغ شوی محمد زبیر وايي: « زه ډېر د خوشالۍ احساس لرم چې نن له ښوونځي څخه فارغ شوم. غواړم د خپلو لوړو زده کړو لپاره پلان جوړ کړم او له مخې یې تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې زده کړې ولرم، ترڅو ګران هېواد ته د ښه خدمت جوګه شم.»
یو بل زده کوونکی وايي: « ډېر د خوښۍ احساس کوم چې نن مې دا دوولس کلن منزل په بریالیتوب پای ته ورساوه. له مسوولینو او چارواکو غوښتنه کوم چې د لوړو زده کړو زمینه راته برابره کړي.»
ننګرهار کې د محمدي صاحبزاده لېسې مسوولین چې سږکال خپله ۳۵ مه دوره زده کوونکي فارغوي وايي، د زده کړو پر مهال يې له زده کوونکو سره خواري کړې او تمه لري چې د خپلو خوښو پوهنځیو ته لاره پيدا کړي.
د محمدي صاحبزاده لېسې آمر مولوي عبد البصیر حقاني وايي: « دا له دې لېسې څخه د زده کوونکو د فراغت ۳۵ دوره ده. نن مو د یوې بلې دورې د فراغت لپاره مراسم جوړ کړي. په دې مراسمو کې له زده کوونکو سره د هغوی والدینو او چارواکو هم ونډه اخیستې. دا د زده کوونکو د تشویق لپاره جوړ شوي مراسم دي.»
ځايي مسوولین زیاتوي چې هڅه کوي د فارغو شویو زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو او مسلکي پرمختګ فرصتونه برابر کړي.
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي یار محمد وايي: « موږ هیله لرو چې د دې زده کوونکو تعلیمي کچه نوره هم لوړه شي او د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي. موږ له ریاست سره په اړیکه کې یو او په لومړي ګام کې هڅه کوو دوی د ننګرهار پوهنتون ته جذب شي. همدارنګه هڅه کوو هم په دولتي او هم په خصوصي پوهنتونو کې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو فرصتونه ورته برابر کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې هر کال په ننګرهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې زرګونه زده کوونکي له ښوونځیو فارغېږي او د لوړو زده کړو د دوام غوښتنه کوي.
زده کوونکي او د پوهنې برخې مسوولین باور لري چې د لوړو زده کړو د فرصتونو پراختیا کولی شي د ځوانانو علمي ظرفیتونه لوړ او د هېواد د پرمختګ لپاره مسلکي کدرونه وروزي.