Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/19

ننګرهار کې داسې مهال له حکومته د لوړو زده کړو برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو  برابرېدو غوښتنه کېږي چې د سږ کال کانکور ازموینه کې د څارونکو په باور، د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار جذب هم د پاملرنې وړ دی.
له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي وایي، د ښوونځي له بشپړولو و وروسته د دوی ستره هیله لوړو زده کړو ته لاسرسی دی. دوی له اړوندو ادارو غواړي چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینې ورته پراخې کړي.

له دولسم ټولګي فارغ شوی محمد زبیر وايي: « زه ډېر د خوشالۍ احساس لرم چې نن له ښوونځي څخه فارغ شوم. غواړم د خپلو لوړو زده کړو لپاره پلان جوړ کړم او له مخې یې تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې زده کړې ولرم، ترڅو ګران هېواد ته د ښه خدمت جوګه شم.»

یو بل زده کوونکی وايي: « ډېر د خوښۍ احساس کوم چې نن مې دا دوولس کلن منزل په بریالیتوب پای ته ورساوه. له مسوولینو او چارواکو غوښتنه کوم چې د لوړو زده کړو زمینه راته برابره کړي.»

ننګرهار کې د محمدي صاحبزاده لېسې مسوولین چې سږکال خپله ۳۵ مه دوره زده کوونکي فارغوي وايي، د زده کړو پر مهال يې له زده کوونکو سره خواري کړې او تمه لري چې د خپلو خوښو پوهنځیو ته لاره  پيدا کړي.
د محمدي صاحبزاده لېسې آمر مولوي عبد البصیر حقاني وايي: « دا له دې لېسې څخه د زده کوونکو د فراغت ۳۵ دوره ده. نن مو د یوې بلې دورې د فراغت لپاره مراسم جوړ کړي. په دې مراسمو کې له زده کوونکو سره د هغوی والدینو او چارواکو هم ونډه اخیستې. دا د زده کوونکو د تشویق لپاره جوړ شوي مراسم دي.»

ځايي مسوولین زیاتوي چې هڅه کوي د فارغو شویو زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو او مسلکي پرمختګ فرصتونه برابر کړي.  

د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي یار محمد وايي: « موږ هیله لرو چې د دې زده کوونکو تعلیمي کچه نوره هم لوړه شي او د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي. موږ له ریاست سره په اړیکه کې یو او په لومړي ګام کې هڅه کوو دوی د ننګرهار پوهنتون ته جذب شي. همدارنګه هڅه کوو هم په دولتي او هم په خصوصي پوهنتونو کې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو فرصتونه ورته برابر کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې هر کال په ننګرهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې زرګونه زده کوونکي له ښوونځیو فارغېږي او د لوړو زده کړو د دوام غوښتنه کوي.

 زده کوونکي او د پوهنې برخې مسوولین باور لري چې د لوړو زده کړو د فرصتونو پراختیا کولی شي د ځوانانو علمي ظرفیتونه لوړ او د هېواد د پرمختګ لپاره مسلکي کدرونه وروزي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist