Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/17

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د دې هېواد په ملي شورا کې د تازه څرګندونو پر مهال له افغانستان سره د پاکستان په پالیسو توندې نیوکې کړې.

مولانا فضل الرحمن د سیمه ییز ثبات په اړه د پاکستان پالیسي مبهمه او د  دوه متفاوتو تګ لارو پر بنسټ جوړه بللې او وايي، د پاکستان حکومت کې له یوې خوا د ایران او امریکا تر منځ د روغې جوړې هڅې ستایل کېږي، خو له بلې خوا بیا افغانستان سره  اړیکې همداسې ترینګلې پاتې دي.

فضل الرحمن د پاکستان له حکومته د پوښتنې په توګه غوښتنه کړې چې که په پاکستان کې د  امنیتي وضعیت ښه کولو په موخه، پر افغانستان هوایي بریدونه کېږي، نو ايا له دې اقداماتو سره  ټیکاو رامنځته شوی او که بې ثباتي نوره هم زیاته شوې ده؟

نوموړي زیاته کړې: « موږ ځکه د امریکا او ایران ترمنځ د روغې جوړې غوښتونکي یو چې په سیمه کې جګړه نه‌غواړو او د سیمې خلکو ته سوله غواړو؛ نو بیا همدا اړتیا د افغانستان په اړه ولې نه احساسوو؟ ویل کېږي چې د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې دي او هلته بمبارۍ کېږي، خو ایا له دې سره د پاکستان دننه د وسله والو ډلو فعالیتونه کم شوي او که لا زیات شوي؟ لږ خو باید پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړو.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د باثباته پاکستان لپاره د افغانستان ثبات مهم بللی او د اسلام اباد هغه پلمې یې ناسمې بللې چې ګواکې د تاریخ په اوږدو کې د ځینو سیاستونو له امله افغانستان د پاکستان پر ضد تعقیب کړې دي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژیم د لوېدیځو هېوادونو د اهدافو تحقق په  موخه نه یوازې سیمه‌ییزه بې ثباتي رامنځته کوي بلکې د خپلو شخصي ګټو او په واک کې د پایښت لپاره د دې هېواد سیاسي ګوندونه هم تل په انزوا کې ساتي او غوښتنې یې نه مني.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان د افغانستان په تړاو خپله پالیسي د غرب په مشوره جوړوي او د هغوی په غوښتنه یې پلې کوي، دا د پاکستان ماموریت دی.»

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « زموږ هېواد د پاکستان د سیاسي او جنایت کارانه موخو قرباني شوی. د دې هېواد پر پالیسیو او د افرادو پر څرګندونو باور کول، لویه او تاریخي تېروتنه ده.»

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې یوازې یوه ورځ وړاندې د دې هېواد په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر هم ویلي چې پر پاکستان پوځي واکمنان د خیبرپښتونخوا د بحراني اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه کوي او د دې سیمې د سوداګرۍ اساسي لارې چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته رسېږی، د پاکستان حکومت له خوا تړل شوې او له امله یې د خلکو هر ډول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist