د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د دې هېواد په ملي شورا کې د تازه څرګندونو پر مهال له افغانستان سره د پاکستان په پالیسو توندې نیوکې کړې.
مولانا فضل الرحمن د سیمه ییز ثبات په اړه د پاکستان پالیسي مبهمه او د دوه متفاوتو تګ لارو پر بنسټ جوړه بللې او وايي، د پاکستان حکومت کې له یوې خوا د ایران او امریکا تر منځ د روغې جوړې هڅې ستایل کېږي، خو له بلې خوا بیا افغانستان سره اړیکې همداسې ترینګلې پاتې دي.
فضل الرحمن د پاکستان له حکومته د پوښتنې په توګه غوښتنه کړې چې که په پاکستان کې د امنیتي وضعیت ښه کولو په موخه، پر افغانستان هوایي بریدونه کېږي، نو ايا له دې اقداماتو سره ټیکاو رامنځته شوی او که بې ثباتي نوره هم زیاته شوې ده؟
نوموړي زیاته کړې: « موږ ځکه د امریکا او ایران ترمنځ د روغې جوړې غوښتونکي یو چې په سیمه کې جګړه نهغواړو او د سیمې خلکو ته سوله غواړو؛ نو بیا همدا اړتیا د افغانستان په اړه ولې نه احساسوو؟ ویل کېږي چې د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې دي او هلته بمبارۍ کېږي، خو ایا له دې سره د پاکستان دننه د وسله والو ډلو فعالیتونه کم شوي او که لا زیات شوي؟ لږ خو باید پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړو.»
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د باثباته پاکستان لپاره د افغانستان ثبات مهم بللی او د اسلام اباد هغه پلمې یې ناسمې بللې چې ګواکې د تاریخ په اوږدو کې د ځینو سیاستونو له امله افغانستان د پاکستان پر ضد تعقیب کړې دي.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژیم د لوېدیځو هېوادونو د اهدافو تحقق په موخه نه یوازې سیمهییزه بې ثباتي رامنځته کوي بلکې د خپلو شخصي ګټو او په واک کې د پایښت لپاره د دې هېواد سیاسي ګوندونه هم تل په انزوا کې ساتي او غوښتنې یې نه مني.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان د افغانستان په تړاو خپله پالیسي د غرب په مشوره جوړوي او د هغوی په غوښتنه یې پلې کوي، دا د پاکستان ماموریت دی.»
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « زموږ هېواد د پاکستان د سیاسي او جنایت کارانه موخو قرباني شوی. د دې هېواد پر پالیسیو او د افرادو پر څرګندونو باور کول، لویه او تاریخي تېروتنه ده.»
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې یوازې یوه ورځ وړاندې د دې هېواد په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر هم ویلي چې پر پاکستان پوځي واکمنان د خیبرپښتونخوا د بحراني اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه کوي او د دې سیمې د سوداګرۍ اساسي لارې چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته رسېږی، د پاکستان حکومت له خوا تړل شوې او له امله یې د خلکو هر ډول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.