Skip to content
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیو، اړتیاوو او د لومړنیو توکو ته د خلکو لاسرسي په اړه اوونیز راپور خپور کړی دی.
راپور کې راغلي، د افغانستان بازارونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، تقاضاء زیاته شوې او برعکس د توکو بیې لوړې شوې دي.
په راپور کې بغلان، سمنګان او هلمند هغه ولایتونه یاد شوي دي،چې بازارونه یې د توکو له کمښت سره مخ دي او یو لامل یې د ډالر پر وړاندې د افغانیوارزښت له لاسه ورکول او په بانکونو کې د پیسو کمښت ښودل شوی دی.
د راپور یوه برخه:« افغانۍ په دې اوونۍ کې د امریکایي ډالر پر وړاندې ۱ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی، چې ۸۹.۶ څخه ۹۰.۵ ته پورته شوې. افغانستان لا هم د څښلو پاکو اوبو له سختو ننګونو سره مخ دی او په بانکونو او بازارونو کې د پیسو کمښت د توکو راکړه ورکړه محدوده کړې ده.»
اوچا د عامو افغانانو اقتصادي وضعیت په تړاو ویلي،په داسې حال کې چې د افغانانو اقتصاد تر بل هر وخت زیات کمزوری شوی،په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي.
د راپور یوه برخه:« د غنمو،اوړو، ورېجو او غوړیو په ګډون د لومړیو خوراکي توکو په بیو کې د تیرې اوونۍ پرتله له ۲ تر ۳ سلنه لوړوالی راغلی دی،چې لامل یې په بازارونو کې د توکو کموالی، د تقاضاء زیاتوالی او د کورنیو اسعارو د ارزښت ښکته کيدل دي.»
په اوکراین او پنجشیر کې وروستي کش مکشونه هغه نور لاملونه دي،چې د تیر کال پرتله یې د هېواد پر بازارونو اغیز کړی او افغانان یې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ کړي دي.
اندیښې دا دي،چې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی، د وزګارتیا کچه لوړه شوې او د توکو بیې ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دي.