Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اوچا: افغانستان کې بازارونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/28

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په  افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیو، اړتیاوو او د لومړنیو توکو ته د خلکو لاسرسي په اړه اوونیز راپور خپور کړی دی.

راپور کې راغلي، د افغانستان بازارونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، تقاضاء زیاته شوې او برعکس د توکو بیې لوړې شوې دي.

په راپور کې بغلان، سمنګان او هلمند هغه ولایتونه یاد شوي دي،چې بازارونه یې د توکو له کمښت سره مخ دي او یو لامل یې د ډالر پر وړاندې د افغانیوارزښت له لاسه ورکول او په بانکونو کې د پیسو کمښت ښودل شوی دی.

د راپور یوه برخه:« افغانۍ په دې اوونۍ کې د امریکایي ډالر پر وړاندې ۱ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی، چې ۸۹.۶ څخه ۹۰.۵ ته پورته شوې. افغانستان لا هم د څښلو پاکو اوبو له سختو ننګونو سره مخ دی او په بانکونو او بازارونو کې د پیسو کمښت د توکو راکړه ورکړه محدوده کړې ده.»

اوچا د عامو افغانانو اقتصادي وضعیت په تړاو ویلي،په داسې حال کې چې د افغانانو اقتصاد تر بل هر وخت زیات کمزوری شوی،په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي.

د راپور  یوه برخه:« د غنمو،اوړو، ورېجو او غوړیو په ګډون د لومړیو خوراکي توکو په بیو کې د تیرې اوونۍ پرتله له ۲ تر ۳ سلنه لوړوالی راغلی  دی،چې لامل یې په بازارونو کې د توکو کموالی، د تقاضاء زیاتوالی او  د کورنیو اسعارو د ارزښت ښکته کيدل دي.»

په اوکراین او پنجشیر کې وروستي کش مکشونه هغه نور لاملونه دي،چې د تیر کال  پرتله یې د هېواد پر بازارونو اغیز کړی او افغانان یې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ کړي دي.

اندیښې دا دي،چې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی، د وزګارتیا کچه لوړه شوې او د توکو بیې ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist