Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/11

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان پر درېیو ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د چهارشنبې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خلیلزاد پر اېکس پاڼه په دې اړه زیاته کړې: « پاکستان بیا ځل پر افغانستان برید کړی. د راپورونو له مخې، په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي. زه دا برید غندم، لکه څرنګه مې چې د پاکستان هغه تېر بریدونه غندلي وو چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.»

زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې پر ملکي وګړو بریدونه ستونزې نه حلوي او نه هم هغو تورونو ته د حل لارې پيدا کوي چې افغانستان او پاکستان یې پریوبل پورې کوي. نوموړي په دې اړه ویلي: « دا ډول تاوتریخوالی به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حل نه کړي. یعنې هغه ادعاوې چې پاکستان وايي افغانستان د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) ته پناه ورکړې او افغانستان بیا وايي چې اسلام اباد د داعش خراسان څانګې ته پناه ورکړې او ترې ملاتړ کوي.»

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي دغه راز ویلي، د افغانستان او پاکستان ستونزه د خبرو له لارې حل کېدای شي. د هغه په خبره، هغه څه چې اړتیا ده دا دي چې د خبرو له لارې توافق وشي او په کې دواړه لوري ژمنه وکړي چې اجازه نه ورکوي د یوه هېواد خاوره د بل په ضد وکارول شي.

د خلیلزاد په اند، دا ډول خبرې او ژمنې باید د یوه باروي درېیمګړي له خوا وڅارل شي.

د هغه په خبره، د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه شوې او اړتیا ده چې جدي خبرو او ډېپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist