Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان له خوا د افغان ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/10

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دوشنبې په شپه د افغانستان په اړه ناسته وکړه چې ګډونوالو يې پر ملکي افغانانو د پاکستان له لوري شوي بريدونه وغندل.

د دې سازمان سرمنشي په تېرې جنوري او مارچ کې د پاکستان بريدونو له امله عامو افغانانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې په ډاګه کړې. انټونیو ګوټرېش وویل، په دې موده کې له خپلو مېنو د زرګونه کسانو پر بې‌ځايه کېدو سربېره، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۳۷۲ ملکي افغانانو ژوند بایللی او ۳۹۲ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي له کابل او اسلام اباد وغوښتل چې ستونزې او اختلافات د ډېپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي.

د ملګرو ملتونو سر منشي ویلي: « د دې جګړې له امله د خلکو بې ځایه کېدل او اقتصادي زیانونه رامنځته شوي او دغه راز يې د بشري مرستو د رسولو پر بهیر هم منفې اغېز کړی. له افغانستان او پاکستان غواړم چې خپل اختلافونه او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او دغه راز تاوتریخوالی راکم کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته عادي حالت ته را وګرځوي. پر جګړې سربېره، د ۲۰۲۵ کال له اکټوبر راهیسې د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د پاکستان له لارې د افغانستان سوداګري تر۹۰ سلنې ډېره راکمه شوې او افغانستان تر ډېره د ایران او منځنۍ اسیا له لارو سوداګرۍ ته مخه کړې.»

بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د هند استازي پر افغانستان د پاکستان هوایي بريدونه غندلي او په اړه يې د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې.

پرواتنني هرېش ویلي: « پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ډېری مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې او قربانیان یې عام افغانان دي. موږ د سرمنشي د هغې غوښتنې ملاتړ کوو چې د ملکیانو خوندیتوب لپاره دې د نړیوالو قوانینو او بشري قوانینو څخه سرغړونه نه کېږي او موږ د یوناما د هغې غوښتنې ملاتړ هم کوو چې د محاسبې لپاره دې څېړنې وشي، ترڅو بیا ورته عمل تکرار نه شي او د قربانیانو د حقونو دفاع وشي.»

همدارنګه، د یونان استازې امنیت شورا ته خبرو کې ویلي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونو له امله تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي او سلګونه عام افغانان مړه او ژوبل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې ادارې(اوچا) هم د کابل او اسلام‌اباد پر جګړې اندېښنه څرګنده کړې او د چین منځګړیتوب يې د روان کړکېچ د حل لپاره ښه لار ياده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې استازې  ایډوم ورسن ویلي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې تر ۱۰۰ زره زیات کسان په ختیځو، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې بې ځایه کړي او سلګونه ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.»

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې ناسته کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده کړکېچ په تړاو اندېښنې داسې مهال مطرح شوې چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مرستیال ویاند تایيد کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نامخامخ مذاکرات دوام لري او حکومت د مذاکراتو دروازې نه دي بندې کړې.

حمدالله فطرت وویل، که پاکستان له خپلو غیرعملي او بېځایه غوښتنو تېر شي، مذاکرات ښايي مثبته پایله ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist