Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی

هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/07

د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د ولشټاین نسل غواګانو یو فارم شاوخوا دولس کاله وړاندې د څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې جوړ شو. دا فارم اوس د مالدارۍ او شېدو د تولید په برخه کې د پام وړ فعالیت لري. په دې فارم کې نږدې ۱۰۰ د ولشټاین نسل غواګانې روزل کېږي.

ولشټاین په نړۍ کې د ډېرو شېدو تولید له امله د غواګانو مهشور نسل دی او د هرات له اقلیمي شرایطو سره یې ښه تطابق موندلی او هره غوا په ورځني ډول تر پنځوس کیلو شیدې ورکوي.

د غواګانو فارم لرونکی حبیب الرحمن وايي: « شاوخوا ۱۲ کاله کېږي چې ما دغه فارم د ۲۵۰ زره ډالرو په پانګونې جوړ کړی. هرڅومره چې فارمونه معیاري او عصري شي، هم فارم لرونکو او هم مصرفوونکو ته ډېره ګټه رسوي.»

ولشټاین نسل غواګانې د نورو نسلونو په پرتله مناسبې تغذیې، روغتیایي پاملرنې او عصري روزنیزو مېتودونو ته اړتیا لري. خو فارم لرونکي وایي، اوسمهال هرات کې د یادو غواګانو د درملنې لپاره با کیفیته درمل نه شته.

فارم لرونکی محب نصر وايي: « موږ باید د ولشټاین غواګانو لپاره ټاکل شوي معیارونه په پام کې ونیسو. په دې معیارونو کې د غواګانو خوراکه، روغتیا او پاکي او په مناسب وخت کې شیدې لوشل ډېر مهم دي. که چېرې د غوا لوشلو پرمهال پاکي رعایت نه شي، ښايي غواګانې او شیدې مصرفوونکي ناروغ شي.»

 د غواګانو پرمختللیو نسلونو روزنه او د عصري فارمونو رامنځته کول کولی شي د کورنيو لبنیاتود تولید کچه لوړه او پر وارداتي هغو تکیه کمه کړي.

هرات کې د غواګانو فارم لرونکو ټولنې مسوولین وایي، دا مهال په دې ولایت کې اویا تر اتیا سلنه د غواګانو نسلونه اصلاح شوي او ورسره سم د شیدو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.

هرات کې د غواګانو فارم لرونکو ټولنې رییس غلام محمد امیري وايي: « باید ووایم چې له تېرو څو کالو راهیسې د فارمونو عصري کولو چارې روانې دي. تر اوسه ۷۰ تر ۸۰ سلنه غواګانو نسل اصلاح شوی. اوس زموږ هره اصلاح شوې غوا له ۴۰ تر ۶۰ کیلو شیدې ورکوي.»                

 د عصري مالدارۍ پراختیا نه یوازې د شیدو تولید زیاتوي بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

په دې برخه کې په کار بوخت کسان ټینګار کوي چې په کور دننه باید د مالدارۍ ودې لپاره امکانات برابر شي، ترڅو ورسره بې روزګاره کسانو لپاره هم د کار زمینه پراخه شي.

د هرات اوسېدونکی عبدالرحمان وايي: « زه دلته د غواګانو لوشلو دنده لرم. دلته لوشل شوې شیدې بیا په یخچالونو کې ساتل کېږي، ترڅو مصرف شي. د خدای فضل دی، روزګار مې چلېږي.»

د هرات اوسېدونکی عبدالشکور وايي: « زه له نورو پانګوالو هم غواړم چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو ټول وزګار کسان په کار شي او چاته لاس اوږد نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې هرات کې شاوخوا ۷۰۰ د غواګانو فارمونه شته دي. باور دا دی چې د ورته فارمونو ملاتړ به د مالدارۍ سکټور د لا ودې او د مالدارانو د عوایدو  زیاتوالي لامل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د یوې معلولې کورنۍ غړي د مرستې غوښتنه کوي
افغانستان

بلخ کې د یوې معلولې کورنۍ غړي د مرستې غوښتنه کوي

جون 7, 2026
مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د سن‌پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی
افغانستان

مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د سن‌پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی

جون 7, 2026
د خواړو نړیوال پروګرام خبرداری: را روان ژمی به افغانستان کې د لوږې کچه پراخه شي
افغانستان

د منځني ختیځ کړکېچ افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ زیاتېدو لامل شوی

جون 7, 2026
اوزبېکستان د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې عملي چارې پیلوي
افغانستان

اوزبېکستان د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې عملي چارې پیلوي

جون 7, 2026
کاناډا د افغانستان ملګرو ډلې غونډه رابللې او په کې يې د افغانستان په تړاو بحثونه کړي
افغانستان

کاناډا د افغانستان ملګرو ډلې غونډه رابللې او په کې يې د افغانستان په تړاو بحثونه کړي

جون 7, 2026
د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی

هرات کې د نسلي غواګانو روزنې له امله د شیدو تولید ډېر شوی

جون 7, 2026
بلخ کې د یوې معلولې کورنۍ غړي د مرستې غوښتنه کوي

بلخ کې د یوې معلولې کورنۍ غړي د مرستې غوښتنه کوي

جون 7, 2026
مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د سن‌پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی

مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د سن‌پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی

جون 7, 2026
د خواړو نړیوال پروګرام خبرداری: را روان ژمی به افغانستان کې د لوږې کچه پراخه شي

د منځني ختیځ کړکېچ افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ زیاتېدو لامل شوی

جون 7, 2026
اوزبېکستان د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې عملي چارې پیلوي

اوزبېکستان د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې عملي چارې پیلوي

جون 7, 2026
کاناډا د افغانستان ملګرو ډلې غونډه رابللې او په کې يې د افغانستان په تړاو بحثونه کړي

کاناډا د افغانستان ملګرو ډلې غونډه رابللې او په کې يې د افغانستان په تړاو بحثونه کړي

جون 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist