امنیت شورا د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) د ماموریت غځولو لپاره غونډه کوي.
ټاکل شوې د جون میاشتې په اتمه او ۱۶مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د مرستندویه پلاوي یا یوناما ماموریت پر بیاغځولو سربېره، په افغانستان کې پر روان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت هم بحث وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راپور له مخې، ټاکل شوې د روانې جون میاشتې پر اتمه د امنیت شورا غړي د افغانستان د اوسني وضعیت هر اړخیزه ارزونه وکړي.
په دې ارزونه کې به د سیاسي تحولاتو ترڅنګ، امنیتي وضعیت، د بشري حقونو وضعیت، د ښځو او نجونو د زدهکړو، د ښځو کار او د کډوالو او بېځایه شویو کورنیو ستونزې په کې شاملې دي.
د راپور له مخې، د جون میاشتي په ۱۶ نېټه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه هم پرېکړه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې ډېپلوماټیک سټېج نه لري، نو یوازینی اداره چې د افغانانو غږ تر ملګرو ملتونو رسوي، یوناما ده. یوناما تل له خیریه او مرستندویه ټولنو سره د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې کوي.»
یوناما د دوشنبې په ورځ ویلي چې امنیت شورا به د جون په ۱۶ د دې ماموریت غځولو لپاره غونډه وکړي.
د امنیت شورا غړیو هېوادونو په تېرې کب میاشت کې د یوناما ماموریت د معمول خلاف د درېیو میاشتو لپاره تمدید کړ.
که څه هم اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ماموریت غځولو ناستې په تړاو څه نهدي ویلي، خو د چارو څارونکي یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره مهم بولي.
پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یوناما حداقل یوه داسې کړکۍ ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان اړیکه جوړوي او له دې لارې د افغانستان ستونزې او دلته راغلي پرمختګونه تر نړۍ رسوي.»
د سیاسي شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « افغانستان کې د یوناما ماموریت ځکه اړین دي چې دغه اداره تل د بشري مرستونو په برخه کې همغږي کوي. همدارنګه د اسلامي امارت لپاره هم ښه ده، ترڅو وکولی شي له دې لارې نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې وساتي.»
تر دې مخکې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره تمدید کېده. افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د ملګرو ملتونو ځانګړی سیاسي ماموریت دی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو دنده لري.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « یوناما باید د افغانستان واقعیتونه په بې طرفانه توګه تر نړۍ ورسوي. دغه راز باید د نړیوالې ټولنې ملاتړ جلبولو او د افغانستان خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره ګامونه پورته کړي. یوناما باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړلو کې هم رول ولوبوي.»
د یوناما ماموریت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړه لیک له مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه نېټه رامنځته شو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د بحث لپاره لږ تر لږه هرې درې میاشتې وروسته یوځل غونډه کوي او په کال کې یو ځل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ماموریت ته بیاکتنه کوي.