Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ

د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/02

خوست کې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له منځه وړلو لپاره د قومي پرېکړو په لړۍ کې دا ځل د نیازیو قوم هوډ کړی چې هغه رواجونه او دودونه به په بشپړه توګه بندوي چې له امله یې ټولنیز ژوند له ستونزو او بېلابېلو ننګونو سره مخ دی.

ځايي اوسېدونکي وایي، د نورو سیمو په څېر دلته هم د ناسمو دودونو تر ټولو ډېر زیان ځوانانو او نجونو ته رسېدلی.

د هغوی په باور، که دا ډول پرېکړې په جدي او دوامداره توګه عملي شي، د ګڼو ټولنیزو ستونزو د پای ته رسېدو ترڅنګ به د خلکو ترمنځ د یووالي او متقابل درناوي فضا هم پیاوړې شي.

قومي مشر محمد شریف فاني وايي: « زموږ ټولنه کې ولور ډېر لویه اندېښنه ده. ځوانان مو د ولور پوره کولو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې ستړي دي او پېغلې مو په کور ناستې.»

قومي مشر محمد الله وايي: « که ځوانان وغواړي ډېر څه کولی شي، زه له ځوانانو غواړم خپل رول ولوبوي.»

قومي مشر رییس هلال وايي: « نن هغو رواجونو ته د پای ټکی کېښودل شو چې د ټولنې، خلکو او زموږ د دین په زیان وو.»

بله خوا، ځایي حکومتي مسوولین هم د ناوړه ټولنیزو رواجونو د مخنیوي او د ستونزو د حل لپاره د ولسي هڅو ملاتړ کوي.

دوی ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د اغېزناک تطبیق لپاره به له ولسونو سره بشپړه همکاري وکړي.

د خوست قومونو او سرحدونو رییس، میا محمد ولي صدیقي وايي:« خلک دې په دې فکر وکړي چې زما لور او زوی ولې د ځان وژلو هڅه کوي؟ علت یې په دې ټولنه کې غلط رواجونه دي.»

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد صابر صابري وايي: « موږ د قوم دا تړون ستایو، ملاتړ او دفاع یې کوو. همدارنګه، موږ به د دې تړون د مخالفانو خلاف ګام پورته کوو.»

که څه هم په خوست کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره پخوا هم ورته قومي تړونونه شوي، خو بشپړ عملي کېدل یې تل له ننګونو سره مخ وو.

د دې ولایت د اوسېدونکو په خبره، ناوړه دودونو په تېرو کلونو کې ګڼې ستونزې او اختلافات رامنځته کړي، خو اوس به د ورته پرېکړو په عملي کېدو سره د ډېرو ټولنیزو ننګونو د حل لپاره زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې
افغانستان

د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې

جون 2, 2026
د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

جون 2, 2026
وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی
افغانستان

وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

جون 2, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

امربالمعروف:  د جبري او کم عمره نجونو د نکاح مخنیوي برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرو

جون 2, 2026
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

امنیت شورا جون میاشت کې د افغانستان په اړه دوې ناستې کوي

جون 2, 2026
هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي
افغانستان

هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ

د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ

جون 2, 2026
د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې

د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې

جون 2, 2026
د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

جون 2, 2026
وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

جون 2, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist