Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/02

د ناروې کډوالو شورا په ایران کې د هغو افغان کډوالو د ژوند په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پر دې هېواد د امريکا او اسرایيلو بريدونو له امله اغېزمن شوي.

د دې شورا ریيس په ايران کې د مېشتو افغانانو د وضعيت اروزولو لپاره ياد هېواد ته تللی او د خپلو ارزونو په پایله کې يې جوته کړې چې دا مهال هلته مېشت له څلور ميليونو ډېر افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

یان اېګلنډ ویلي: « په ایران کې مېشت افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. په دې هېواد کې له څلور میلیونو څخه ډېرو مېشتو افغانانو لپاره د لا ډېرې او بېړنۍ مرستې اړتیا شته.»

نوموړي افغان او ایراني ماشومانو ته په اشاره ويلي، دوی په ایران کې د وروستیو درنو بمباریو له امله له ژورو رواني اختلالاتو سره مخ شوي.

د هغه په خبره، د دوی ډېرو میندو او پلرونو ورته ویلي چې هغه لږ عاید یې هم د جګړو او اقتصادي بحران له امله له لاسه ورکړی چې مخکې یې درلود.

د ناروې کډوالو شورا رییس په دې اړه ویلي: « په ایران کې د سختو بمباریو او جګړو له امله افغان او ایراني ماشومان له سختو ستونزو سره مخ شوي. د بمباریو له امله ماشومان ډار شوي او له ژور خفګان سره مخ دي. د ګڼو ماشومانو کورنیو را ته وویل چې د جګړې له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران په پایله کې یې هغه لږ عاید هم له لاسه ورکړي چې پخوا یې درلود.»

د چارو څارونکي بیا وایي، د امریکا، اسراییلو او ایران جګړې له امله ګڼ شمېر افغانان هلته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له اسلامي امارت غواړي چې خپل هېواد ته يې د خوندي راستنولو زمينه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « په ایران کې د جګړې له امله هم ایرانیان او هم زموږ افغان تجاران او کډوال متضرر شول. هلته زموږ ډېری کارګر هېوادوال له بېکارۍ سره مخ شوي او اقتصادي ستونزې هم لري. د افغانستان اوسني حکومت ته دا ښه موقع ده چې خپل خلک را دعوت کړي او له مسلکونو څخه یې په خپل هېواد کې کار واخلي.»

د کډوالو د حقونو مدافعان بیا وایي، په سیمه او نړۍ کې د روانو جګړو او سیاسي بې‌ثباتیو له امله افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ شوي او زياتوي چې اوس‌مهال اړتیا ده چې په دې ډول شرایطو کې د افغان کډوالو لاسنیوی وشي.

د کډوالو حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « دا ښکاره خبره ده چې ایران کې د جګړو له امله هلته مېشت افغانان له سختو اقتصادي، رواني او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوي. د هغوی د ملاتړ لپاره اړینه ده چې خوراکي توکي، سرپناه، روغتیايي او رواني خدمتونه په منظم ډول ورته برابر شي. د دوی ماشومانو ته باید د زده کړو او ښځو ته د کار زمینه برابره شي. نړیواله ټولنه او مرستندویه ادارې باید له دغو کډوالو سره خپلې بشري مرستې زیاتې او د ښه راتلونکي لپاره لا زیات اړین ګامونه پورته کړي.»

ایران له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کوي، خو په هغه هېواد کې اقتصادي ستونزو او له امریکا- اسراییلو سره وروستۍ جګړې د دغو کډوالو وضعیت نور هم ستونزمن کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist