Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

امربالمعروف:  د جبري او کم عمره نجونو د نکاح مخنیوي برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/02

امرباالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د ښځو او نجونو د شرعي حقونو د تامین ډاډ ورکوي.

یاد وزارت د ملګرو ملتونو او نړيوالو سازمانونو هغه راپورونه په کلکه ردوي چې وايي، د افغان ښځو د حقونو او همدا راز د کم عمره نجونو واده کولو په تړاو په کې اندېښنې ښودل شوې دي.

مسوولان يې وايي، اسلامي امارت د افغان مېرمنو ټولو اسلامي او شرعي حقوقو ته ژمن دی او په دې برخه کې جدي هم دي.

د دوی په خبره، تېرو څو کلونو کې یې د زرګونو جبري نکاح کولو مخه نیولې او دغه راز يې د کم عمره نجونو د نکاح مخنیوی هم کړی.

د امرباالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف السلام خیبر وايي: « د ماشومانو د واده کولو په تړاو راپورونه له حقیقت څخه لرې دي. تاسو وینئ چې زموږ وزارت په میاشتني، اوونیز او حتا ورځني ډول هغه ارقام خپروي چې په کې ډېره برخه د ښځو د حقونو اعاده وي، په ځانګړې توګه هغه برخه چې په کې د ښځو د جبري نکاح مخنیوی کېږي، یو له دې هم د ماشومانو واده کول دي.»

په افغانستان کې باور دا دی چې اسلامي امارت د ښځو شرعي حقونو تامین په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

دوی وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې په بدو کې د ښځو د ورکړې او د جبري نکاح پر مخنیوي سربېره یې د ښځو میراث حقونه هم تامین کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « په بدو کې د ښځو ورکول، په ښځو د لوړ ولور اخستل او په ځانګړې توګه د ښځو  جبري نکاح هغه موضوعات دي چې اسلامي امارت په کې ګڼې لاسته راوړنې لري. دا هغه څه دي چې په تېرو کلونو کې د ښځو او نجونو لپاره یو سرخوږی و.»

دیني عالمان هم د کم عمره نجونو او ښځو له رضايت پرته د هغوی نکاح له شرعیت سره په ټکر کې بولي او زیاتوي، کورنۍ باید د خپلو اولادونو نکاح د هغوی په خوښې ترسره کړي.

دیني عالم عبدالمنان تره‌خېل وايي: « د شریعت له مخې جبري نکاح او د کوچنیو نجونو واده کول منع دي. دغه شان ودونه د کورنیو لپاره ستونزې زیږوي. ښه دا ده چې د افغانستان خلک له دې ډول واده کولو څخه جدي ډډه وکړي.»

دا هر څه داسې مهال دي چې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د مسوولانو په خبره، د ښځو جبري نکاح کولو په تړاو يې ځینې کسان نیولي هم دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت د رهبر ځانګړي فرامین موجود دي او دوی به یې پر اساس د ښځو ټولو شرعي حقوق ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ
افغانستان

د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ

جون 2, 2026
د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې
افغانستان

د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې

جون 2, 2026
د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

جون 2, 2026
وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی
افغانستان

وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

جون 2, 2026
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

امنیت شورا جون میاشت کې د افغانستان په اړه دوې ناستې کوي

جون 2, 2026
هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي
افغانستان

هلمند کې به سږ کال له ۳۵۰ هکټاره باغونو ۶ زره ټنه شفتالو راټول شي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ

د خوست نیازیو قوم د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه قومي تړون وکړ

جون 2, 2026
د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې

د لوی اختر پرمهال هرات کې ۲۸۰ ټرافیکې پېښې شوې

جون 2, 2026
د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

د ناروې کډوالو شورا ایران کې له افغان کډوالو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

جون 2, 2026
وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

وانډیور: له افغان پناه غوښتونکو مخ اړول بې رحمانه او قصدي عمل دی

جون 2, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist