Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/21

اوزبېکستاني چاروکي وايي، د اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د نوې ټرانزیټې لارې دا پروژه د افغانستان له لارې د اوزبېکستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د وړاندیز پر بنسټ ولاړه ده.

د دوی په خبره، د دې پروژې د پلې کولو یو اساسي هدف د منځنۍ اسیا په وچه کې  ایسار هېوادونه له عرب سمندرګي سره نښلول او د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده.

د اوزبېکستان نیمه رسمي رسنۍ(ګزیتا) د دې هېواد د ټرانسپورټ مرستیال وزیر جسوربېګ له خولې په یوه راپور کې ویلي، پلان شوې لاره به له ترمز څخه افغانستان او بیا د پاکستان د رېل له شبکې سره ونښلوي.

ده وړاندې د رېل پټلۍ د غځولو او لګښت په اړه ویلي وو چې دا پروژه ښایي له ۴.۶ څخه تر ۶.۹ نهو میلیارد امریکايي ډالرو پورې لګښت ولري.

د ګزیتا رسنۍ د راپور یوه برخه کې راغلي: « د اورګاډي پټلۍ لګښت د ۴.۶ میلیارد ډالرو او ۶.۹ میلیارد ډالرو ترمنځ تخمین شوی او بشپړېدل یې پنځه کاله وخت ونیسي. دا پروژه د اوزبېکستان د هڅو لپاره په سټراټیژیک ډول مهمه ګڼل کېږي چې سوداګریزې لارې متنوع کړي او د روسیې او ایران له لارې د ټرانسپورټ دهلېزونو باندې تکیه کمه کړي.»

د اوزبېکستان د ټرانسپورټ مرستیال وزیر جسوربېګ ویلي، د ایران عباس آبي بندر هم د دوی یو انتخاب  و، خو د منځني ختیځ کړکېچن حالات د دې لارې باور زیانمن کړی.

هغه زیاته کړې، د دې نوې لارې مطالعه لا د مخه پیل شوې او د دوی بل پړاو دا دی چې په څومره وخت کې څومره بودیجه برابرولی شي.

د جسوربیګ په خبره، دوی د یادې پروژې لپاره د شریکانو په لټه کې هم دي او غواړي وګوري چې دوی له دې پروژې سره څومره لېوالتیا ښيي.

بله خوا، اقتصادي شنونکي دا پروژه د افغانستان لپاره خورا مهمه بولي او وايي، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د اتصال په یوې نقطې بدل شي.

اقتصادي شنونکی عبدالناصر رښتیا وايي: « افغانستان کولی شي د دغو هېوادونو د اتصال په برخه کې اساسي رول ولوبوي. د مرکزي اسیا هېوادونه او په ځانګړې توګه اوزبېکستان په شدت سره علاقه لري چې د افغانستان له لارې د ایران چابهار او عباس بندر ته ورسېږي او دغه راز د افغانستان له لارې ګوادر او کراچۍ ته ځان ورسوي. کله چې دا پروژې عملي شي، افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي څلور لارې بدلېږي، لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابريږي، میلیونونه ډالر عواید راځي او بیا حکومتونه کولی شي پر دغو عوایدو خپل سټراټیژيک پلانونه عملي کړي.»

اوزبېکستان له ډېره وخته په هڅه کې دی چې له افغانستان سره خپلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او همدا لامل دی چې هره بله ورځ د دوی پلاوي کابل او د هېواد شمالي ولایتونو ته سفرونه کوي.

خو دا چې د دې پروژې عملي چارې به کله پیل او بشپړې شي، موجوده شرایطو ته په کتو اوس په دې اړه څه ویل ګران ښکاري، خو د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان موجوده شرایط د داسې پروژو د پلي کولو لپاره مناسب بولي او وايي، دوی کولی شي په دې ډول سیمه ییزو تړنونو کې خپل مهم او رغنده رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist