په سوېل کې د پکتیا ولایت اریوب ځاځيو ولسوالۍ سپینې شګې سیمې ته د سیلانیانو ورتګ په دې وروستیو کې زیات شوی دی.
له ښکلا ډکه دا سیمه د پسرلي له پیل سره زرغونیږي،چې په دې وروستیو کې د خلکو پام ورته اوښتی دی.
دې سیمې ته مخکې ورتک د امنیتي ستونزو له امله ستونزمن و،خو ځايي چارواکي وايي، اوس امنیت ښه شوی دی او خلک کولای شي، په ډاډه زړه له دې سیمې لېدنه وکړي.
د اریوب ځاځيو ولسوال ظاهرګل وهاج وايي:« کوم سیلانیان،چې د اختر له ورځې را وروسته سپینې شګې ته راغلي،تقریبا له ۲۵ ولایتونو خلک راغلي او د چیک پائنټونو له ملګرو مو،چې پوښتنه کړې،سل زره موټر راغلي او د خلکو امنیت خوندي دی،هیڅ مشکل نشته.»
د دې ولسوالۍ او سیمې خلک هم خوښ دي.
د بېلا بېلو ولایتونو څخه د زرګونو خلک ورتګ دلته د ځایي خلکو له اقتصاد سره هم مرسته کولای شي.
دلته ورتلونکو هېوادوالو ته ډاډ شته دی،چې هېڅکله به ترې خفه نه شي.
د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« تیر اختر کې زرګونه کسان اریوب ځاځیو ته د چکر لپاره راغلي وو،خلکو یې ښه میلمه پالنه وکړه. ان شاالله څوک به خفه شوي نه وي ،خلکو خپلې حجرې د دوی لپاره پرانیستې وې.»
د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دا یوه سرسبزه سیمه ده،خلکو ښه خوند ترې واخیست،تیر اختر کې دلته د خلکو راتګ بې ساری وه.»
امنیتي مسوولین سپینه شګه او نورو سیمو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي او وایي،چې خلک کولای شي،چې هر وخت د تفریحې لپاره ورشي.
د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د استخباراتو مدیر وايي:« د امنیت د خوندیتوب لپاره بېلابېلو سیمو کې چیک پائینټونه موجود ول، له عامو خلکو سره کوم ناوړه چلن نه دی شوی او سیلانیان د اریوب له مجاهدینو ډېر خوشاله دي.»
د سیلانیانو لپاره اریوب ځاځیو ولسوالۍ ته د تګ ستره ستونزه د اریوب او احمدخیلو سرک خرابوالی دی،چې سیلانیان له اسلامي امارته غواړي،ترڅو دغه سرک دې په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.