Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

admin by admin
2022/05/17

 په سوېل کې د پکتیا ولایت اریوب ځاځيو ولسوالۍ سپینې شګې سیمې  ته د سیلانیانو ورتګ په دې وروستیو کې زیات شوی دی. 

له ښکلا ډکه دا سیمه د پسرلي له  پیل سره زرغونیږي،چې په دې وروستیو کې د خلکو پام ورته اوښتی دی.

دې سیمې ته مخکې ورتک د امنیتي ستونزو له امله ستونزمن  و،خو ځايي چارواکي وايي،  اوس امنیت ښه شوی دی او خلک کولای شي، په ډاډه زړه له دې سیمې لېدنه وکړي.

د اریوب ځاځيو ولسوال ظاهرګل وهاج وايي:« کوم سیلانیان،چې د اختر له ورځې را وروسته سپینې شګې ته راغلي،تقریبا له ۲۵ ولایتونو خلک راغلي او د چیک پائنټونو له ملګرو مو،چې پوښتنه کړې،سل زره موټر راغلي او د خلکو امنیت خوندي دی،هیڅ مشکل نشته.» 

د دې ولسوالۍ او سیمې خلک هم خوښ دي.

د بېلا بېلو ولایتونو څخه د زرګونو خلک ورتګ دلته د ځایي خلکو له اقتصاد سره هم مرسته کولای شي.

دلته ورتلونکو هېوادوالو ته ډاډ شته دی،چې هېڅکله به  ترې خفه نه شي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«  تیر اختر کې زرګونه کسان اریوب ځاځیو ته د چکر لپاره راغلي وو،خلکو یې ښه میلمه پالنه وکړه. ان شاالله څوک به خفه شوي نه وي ،خلکو خپلې حجرې د دوی لپاره پرانیستې وې.» 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دا یوه سرسبزه سیمه ده،خلکو ښه خوند ترې واخیست،تیر اختر کې دلته د  خلکو راتګ بې ساری وه.»

امنیتي مسوولین سپینه شګه او نورو سیمو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي او وایي،چې خلک کولای شي،چې هر وخت د تفریحې لپاره ورشي. 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د استخباراتو مدیر وايي:« د امنیت د خوندیتوب لپاره بېلابېلو سیمو کې چیک پائینټونه موجود ول، له عامو خلکو سره کوم ناوړه چلن نه دی شوی او سیلانیان د اریوب له مجاهدینو ډېر خوشاله دي.» 

د سیلانیانو لپاره اریوب ځاځیو ولسوالۍ  ته د تګ ستره ستونزه د اریوب او احمدخیلو سرک خرابوالی دی،چې سیلانیان له اسلامي امارته غواړي،ترڅو دغه سرک دې په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist