Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دیارلسم نړیوال ښاري فورم، باکو کې پر نړیوالو چاپېریالي ستونزو خبرې کوي

دیارلسم نړیوال ښاري فورم، باکو کې پر نړیوالو چاپېریالي ستونزو خبرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/20

د اذربایجان په کوربه توب او د ملګرو ملتونو بشري مېشتېدنې ادارې« یو. اېن. هبیتات» له لوري د نړیوال ښاري فورم دیارلسمه ناسته(ډبلیو.یو.اېف ۱۳) د روانې مې میاشتې له ۱۷ تر ۲۲ پورې دوام کوي.

په دې ناسته کې د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو او د نړیوالو سازمانونو استازو، متخصصینو او زرګونه عامو کسانو ګډون کړی.

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د خبر پاڼې په خپرولو سره په دې فورم کې د یادې ادارې د رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ د پلاوي له ګډون خبر ورکړی.

په خبر پاڼه کې راغلي، د دې ادارې پلاوی به د فورم په بېلابېلو تخنیکي او تخصصي غونډو کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو او د ښاري چاپېریال ننګونو په اړه له نړیوالو سازمانو او ادارو سره خپل لیدلوري او اړتیاوې شریک کړي.

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې ویاند محب‌الله بهار وايي: « د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به د یاد فورم په بېلابېلو تخصصي او تخنیکي غونډو کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو ستونزو، وچکالۍ، د چاپېریال ککړتیا، د ښاري چاپېریال ننګونو او د دوامداره ښاري اړتیاوو پوره کولو لپاره د افغانستان لیدلوری له نړیوالو سره شریک کړي. همدارنګه پلاوی به په دې برخه کې د افغانستان کړي کارونه هم وړاندې کړي.»

د نړیوال ۱۳ ښاري فورم ناستې پرانسته د کوربه هېواد د ولسمشر له لوري شوې چې نوموړي په خپلو خبرو کې د دوامدارو او خوندي ښارونو پر جوړولو، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډې مبارزې، د ښاري خدماتو پر پیاوړتیا او د نړیوالو همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی او دغه راز یې د دې ناستې لپاره د اذربایجان په کوربه توب، د باکو نړیوال باور ته یو مهم پرمختګ یاد کړی.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي اېف وايي: « په ریښتیا هم دا زموږ لپاره ستر ویاړ دی چې د نړیوال ۱۳ ښاري فورم ناستې کوربه توب کوو. په د ې ناسته کې د ۱۸۲ هېوادونو استازي سره یو ځای شوي. دا د اذربایجان د درناوي څرګندونه کوي. د ګډونوالو شمېر د ریکارډ په کچه لوړ دی او دا د دې ښودنه کوي چې دا مسئله ډېره ارزښت لرونکې ده او کوربه هېواد هم هغه هېواد دی چې نړیوالې اړیکې یې پراخې دي. دا فورم زموږ لپاره یو ښه چانس دی چې ګډونوالو او نړیوالې ټولنې ته خپل فرصتونه وښیو او له هغوی هم زده کړه وکړو.»

دې نړیوالې ناستې ته د اذربایجان ولسمشر ترڅنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش هم انلاین وینا کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د اقلیمي بدلون، بې نظمه ښاري پراختیا او نورو چاپېریالي ستونزو د ګډې همکارۍ په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو بشري مېشتېدنې ادارې اجراییوي رییسې ویلي، د نړیوال ۱۳ ښاري فورم ناستې مهمه مسئله به یې په نړیواله کچه د بې نظمه کور جوړونې پر اوسني بحران بحث وي چې د پالیسیو او حل لارو په اړه یې ګډې پرېکړې کېږي .

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې ادارې اجراییوي رییس اناکلاودیا راسباخ وايي: « موږ پر کور جوړونې تمرکز کوو. موږ اوسمهال د کور جوړونې نړیوال بحران کې ژوند کوو او د نړیوال ښاري فورم په دې ناسته کې اساسي تمرکز پر کور جوړونې دی. موږ تمه لرو چې د باکو په دې څو  ورځو کې داسې پالیسۍ او حل لارې ومومو چې د بحرنوانو مخینوي ته لارښود او په نړۍ کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه په کې وشي.»

د چاپېریال ساتنې متخصصین د ځنګلونو او طبیعي شنو سیمو ساتنه، په ښاري چاپېریال کې د ککړې هوا پر لاملونو څار، د اوبو سپما او د سرچینو یې ساتنه، د کثافاتو منظم مدیریت او لمریزې برېښنا تولید د چاپیریال ساتنې لپاره مهم مسایل یادوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist