Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د آصف ادعا؛ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

سوله ییز حل ته د پاکستان تمایل؛ خواجه اصف وايي کابل سره له بېلابېلو لارو خبرې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/20

پاکستان بلاخره ومنله چې له افغانستان سره د هر ډول ستونزو حل په موخه اړتیا ده د جګړې پر ځای خبرې وشي.

دفاع وزیر يې وایي، که څومره هم جګړې یا نور تاوتریخوالی وشي، خو ستونزې بیا هم په خبرو حل کېږي.

خواجه اصف د پاکستانۍ له جیو نیوز ټلوېزيون سره مرکه کې زیاته کړې، که څه هم د اختلافونو حل د خبرو له لارې ستونزمن دی، خو تاریخي تجربې ښيي چې ډېری لویې شخړې د مذاکراتو له لارې حل شوې دي.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې: « په اوسنیو شرایطو کې که څه هم سخته ده چې د خبرو له لارې ستونزه حل شي، خو بیا هم هڅه کوو چې دا هر څه د خبرو له لارې حل شي. که تاسو نړۍ کې د جګړو تاریخ ته پام وکړی، که څه هم جګړې شوي، خو بیا یې هم حل په خبرو شوی. هرڅومره چې جګړې کېږي، بیا یې هم حل لاره خبرې دي.»

خواجه اصف همدارنګه ویلي، اسلام‌اباد له اسلامي امارت سره د تاوتریخوالي کمولو په موخه د خبرو اترو بهیر له بېلابېلو لارو روان ساتلی او هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د کنټرول وړ همغږۍ زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی چې تېرو کلونو کې له اسلامي امارت سره څو پړاوه مذاکرات ترسره شوي او هڅه شوې چې اړیکې له ترینګلتیا څخه د تفاهم پر لور روانې شي.

نوموړي دا هم ویلي چې د دې خبرو موخه د داسې شرایطو رامنځته کول دي چې هېڅ لوری د بل لوري تر فشار لاندې نه وي او دواړه خواوې وکولی شي خپل سیاسي او امنیتي مسیر په خپلواکه توګه تعقیب کړي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « که څه هم پاکستاني چارواکي تل د سولې، ثبات، ښو اړیکو او د خبرو له لارې د ستونزو حلولو خبره کوي مګر عمل پرې نه کوي بلکې په عملي توګه له زور څخه کار اخلي. اوس نه افغانستان او نه د نړۍ هېوادونه د پاکستان په دې خبرو باور کوي. ښايي پاکستان اوس مجبور شوی وي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»

د چارو څارونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل په موخه خبرې جدي اړتیا بولي او وایي، که پاکستان له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل نه‌کړي، ښایي لا ډېرو جدي ننګونو سره مخ شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې یوه اړتیا ده. هم افغانستان، هم پاکستان او هم د سیمې هېوادونه ټول سولې او ثبات ته اړتیا لري. د ټي‌ټي‌پي د تمویل ستونزه هسې بهانه ده، اصلي خبره دا ده چې پاکستان خپلې ستونزې نه شي حلولی یا قصدا ً نه غواړي ستونزې هوارې کړي.»

که څه هم اسلامي امارت د پاکستان دفاع وزیر تازه څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو په تېر کې له پاکستان سره بیا بیا په قطر، سعودي عرب، ترکیې او چین کې خبرې شوې مګر لا هم پاکستان هغه څه نه‌دي عملي کړي چې ستونزې ورسره حل کېدای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شاهین او لېنډسي دوحه کې د کابل – اسلام اباد پر اړیکو خبرې کړې
افغانستان

شاهین او لېنډسي دوحه کې د کابل – اسلام اباد پر اړیکو خبرې کړې

مې 20, 2026
ګډ امنیتي تړون سازمان وايي د افغانستان وضعیت څارنې ته ادامه ورکوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون سازمان وايي د افغانستان وضعیت څارنې ته ادامه ورکوي

مې 20, 2026
پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی
افغانستان

پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی

مې 19, 2026
منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي
افغانستان

منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي

مې 19, 2026
امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې
افغانستان

امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

مې 19, 2026
کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی
افغانستان

کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
شاهین او لېنډسي دوحه کې د کابل – اسلام اباد پر اړیکو خبرې کړې

شاهین او لېنډسي دوحه کې د کابل – اسلام اباد پر اړیکو خبرې کړې

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
ګډ امنیتي تړون سازمان وايي د افغانستان وضعیت څارنې ته ادامه ورکوي

ګډ امنیتي تړون سازمان وايي د افغانستان وضعیت څارنې ته ادامه ورکوي

مې 20, 2026
د آصف ادعا؛ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

سوله ییز حل ته د پاکستان تمایل؛ خواجه اصف وايي کابل سره له بېلابېلو لارو خبرې روانې دي

مې 20, 2026
پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

مې 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist