Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون ناسته د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې ملي دفاع وزیر د اسلامي امارت رهبر د فرمانونو پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی  او د ټول هېواد په ځانګړي ډول د مرکزي زون د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه یې کړې.

د ملي دفاع وزارت مرستیال وياند صدیق‌الله نصرت وايي: « د کمیسیون مشرتابه په خپلو خبرو کې هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت تأمین د اسلامي امارت اساسي وجیبه وبلله. همداراز یې د مرکزي زون د امنیتي مسوولینو ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې ډاډ ورکړ. همدارنګه د امیرالمؤمنین د امر په اساس د کمیسیون د مشرتابه له لوري مسوولینو ته سپارښتنې وشوې.»

محمد يعقوب مجاهد کمیسیون ته سپارښتنه کړې چې د خلکو د ستونزو چټک او عادلانه حل، د امنیتي همغږیو د لا پیاوړتیا، د جرمونو مخنیوي او د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

په ناسته کې د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګو او بامیان واليانو هم ګډون کړی و.

صدیق‌الله نصرت زیاتوي: « سپارښتنه وشوه چې د ولسي ستونزو د ژر او عادلانه حل، امنیتي همغږۍ د لا پیاوړتیا، د جرمنو د مخنیوي او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو عملي او چټک اقدامات ترسره کړي. د یادونې وړ  ده چې په دې غونډه کې د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګ او بامیان ولایتونو د والیانو په شمول، د ګڼو ادارو مسوولینو هم ګډون کړی و.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د امنيتي تدابیرو ډاډمنولو لپاره د د امنیتي او تصفیوي چارو د مرکزي کمیسیون ناستې مهمې بولي او زياتوي چې د يادو ناستو له لارې بايد کره امنيتي ارزونې ترسره شي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « امنیت د یوې ټولنې له اساسي فکټورونو څخه دی. که امنیت وي، اقتصادي خوځښتونه ترسره کېږي، پانګوال راځی پانګونه کوي او زېربنايي پروژې پلې کېږي. بالاخره موږ ویلی شو په هغو ټولو کې ثبات هم تلپاتې وي او اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېږي چې امنیت ولري.» 

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د جګړه ییزو حالاتو لپاره تدابیر نیول، مدیریت کول او د جګړې په لومړۍ کرښه باندې توجه، اکمالات او ښه مدیریت لپاره دا ډول ناستې ډېرې اغېزناکې تمامېږي.»

د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته د داعش ځينې مشران او مهم غړي د پاکستان تر حاکميت لاندې سيمو ته تللي او هلته خوندي ځايونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist