Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

اسلامي مارت د قرغېزستان ولسمشر د هغو څرګندونو هرکلی وکړ چې وایي  د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له سیاسي ثبات سره تړلی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د سیمې نور هېوادونه هم باید دا درک کړي چې افغانستان د سیمې په سیاسي ثبات کې رغنده رول لري.

حمدالله فطرت زیاتوي، اسلامي امارت اوس‌مهال د قرغېزستان په ګډون له ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې مثبتې اړېکې لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند دغه راز وایي: « موږ د افغانستان په تړاو د قرغېزستان ولسمشر رغنده نظر تاییدو او د دوی د دې موقف هرکلی کوو. دا واقعیت باید نور هېوادونه هم درک کړي چې افغانستان د سیمې په ثبات کې مهم رول لري. افغانستان هم د سیمه ییز ثبات، امنیت او اقتصادي اتصال په برخو کې خپلو مسوولیتونو ته ژمن دی. موږ دا مهال د قرغېزستان په ګډون د ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره ښې او رغنده اړیکې لرو او غواړو په مختلفو برخو کې دغه اړیکې لا پراخې او پياوړې کړو.»

د قرغېزستان ولسمشر د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لنډمهاله غړو ټاکنې په اړه ناسته کې ویلي، د غړیتوب ترلاسه کولو په صورت کې به د افغانستان وضعیت ته ځانګړی پام وکړي.

د صدر جباروف په خبره، د قرغېزستان دریځ دا دی چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی او دوی په نړیواله ټولنه کې په تدریجي ډول د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، قرغېزستان له افغانانو او په تېره بیا له ښځو او ماشومانو سره دوامداره مرستې کوي.

ولسمشر صدر جباروف دغه راز ویلي: « قرغېزستان په پام کې لري چې د افغانستان وضعیت ته ځانګړی پام ور واړوي. زموږ دریځ دا دی چې د مرکزي اسیا امنیت د دې هېواد له ثبات سره تړاو لري. موږ له افغانانو او په تېره بیا له ښځو او ماشومانو سره دوامداره مرستې کړې او په نړیواله ټولنه کې په تدریجي ډول د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کوو.»

جباروف په امنیت شورا کې له هېوادونو سره پر دوه ګوني چلن او د بشري مسایلو پر سیاسي کولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د شورا مکانېزمونه ډېر کله د اصلي مسایلو په ځای، پر کوچنیو او کم اهمیته موضوعاتو ورټول وي.

هغه دغه‌راز ویلي، که د امنیت شورا موجوده نابرابره جوړښت او په کې د کوچنیو، وچه کې ایسارو او مخ پر ودې هېوادونو نه شتون دوام وکړي، دا به د جمعي امنیت جوړښت ته زیان ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « که په افغانستان کې ثبات او امنیت وي، هلته منځنۍ اسیا کې به هم ثبات وي. همدارنګه د دوی اقتصادي وده هم د افغانستان په ثبات پورې تړلې ده. که افغانستان له اقتصادي پلوه وده کوي، هېڅ شک نه شته چې دا هېوادونه به هم ورسره وده کوي.»      

شنونکي د مخ پر ودې هېواد په توګه له قرغېزستان او د مرکزي اسیا له نورو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګښت د افغانستان په ګټه بولي.

دوی باور لري چې د مرکزي اسیا بلاک له موجوده تعامل څخه په استفادې په سیمه‌ییزو ناستو کې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ اړیکو کې مثبت بدلون راولي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « په افغانستان کې د امنیت لپاره سیمه ییزه همکاري ډېره ضروري ده. د دې امنیت په ټینګښت او دغه راز په سیاسي او اقتصادي چارو کې د افغانستان ور ګډول به دا امنیت نور هم د ثبات خواته یوسي. کله چې د یوه هېواد ګټې له اقتصادي پلوه افغانستان سره غوټه وي، دا هېواد د افغانستان له امنیت سره علاقمند کېږي.»         

دا په داسې حال کې ده چې واک ته له رسېدو سره سم اوسنی حکومت د ګاونډ او سیمې په شمول د مرکزي اسیا له هېوادونو سره پر متقابل درناوي د ښو اړیکو غوښتنه کړې او پر همدې دریځ ټینګ ولاړ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې
افغانستان

امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

مې 19, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

مې 19, 2026
کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist