د کانونو او پټرولیم وزارت ملکیت تفحصات تجارتي مرکز د مزارشریف ښار په زړه کې جوړیږي.
دا سوداګریز مرکز د لسو کلونو لپاره یوه پانګوال ته په قرارداد ورکړل شوی او د قرارداد مودې له بشپړېدو وروسته به د دولت ملکیت وګرځي.
دا سوداګریز مرکز چې په ۲۶۵۰ متر مربع ځمکې باندې په درېیو پوړونو کې په عصري بڼه ډیزاین شوی چې د یوه کال په موده کې به ګټه اخستنې ته چمتو شي.
د تفحصات سوداګریز مرکز مسوول محمد آصف مومند وايي: « د دې مرکز ځمکه ۶۵۰ متره مربع ده او د تفحصات تجارتي مرکز په نهوم په درېیو پوړونو کې جوړېږي. د دې مارکېټ هر پوړ به ۶۵ دوکانونه ولر او پر ۱۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.»
په ورته مهال، د پروژې مسوولان خوښ دي چې په کور دننه ورته د پانګونې زمینه برابره شوې. دوی همداراز بهر مېشتي افغان پانګوال هېواد کې پانګونې ته رابولي، تر څو له شته فرصت ګټه واخلي.
دوی د کار لوړ کیفیت په تړاو ډاډ ورکړ او ترڅنګ یې تر ۱۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینې برابرېدو خبره هم کوي چې د پروژې تر بشپړېدو پورې به دلته تر ۸ سوه کسانو په کار بوخت شي.
د تفحصات سوداګریز مرکز مسوول محمد اصف مومند وايي: « زه ویاړم چې خپل ولایت ته کار کوم او دا مرکز جوړوم. دلته به لږترلږه ۲۰۰ تنه دوکانداران کار وکړي او که هر یو یې ۵ تنه کورنۍ ولري، شاوخوا ۸۰۰ کسان د رزق خاوندان کېږي. همدارنګه له ولایتي ادارې هم مننه چې ښه سهولتونه یې برابر کړي او امنیت یې ټینګ کړی دی.»
د پروژې ساحوي انجنییر حکمت الله وايي: « دا چې دا یوه ملي او دولتي پروژه ده، په پیل کې یې تر ۱۵۰ کسانو په کار بوخت دي. د کار په جریان کې به تر ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. موږ کوښښ کوو دا پروژه تر یوه کال پورې ګټه اخستنې ته برابره کړو.»
په همدې حال کې د بلخ ځایي چارواکي د ورته پروژو د پیل هرکلی کوي او پانګوالو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکوي. دوی وایي، پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره ده او کولی شي په ډاډه زړه په کور دننه او په ځانګړې توګه بلخ کې پانګونه وکړي.
د بلخ والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: « په دې پروژه کې د ملت او دولت دواړو ګټې دي. موږ ټولو پانګوالو ته ډاډ ورکوو چې کولی شي په بلخ ولایت کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.»
د دې سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې په داسې حال کې پیل کېږي چې موده وړاندې مزار شریف ښار کې د «سره زرو» په نوم د سروزو د پېر او پلور لپاره د یوه عصري مارکېټ د جوړېدو بنسټ هم اېښودل شوی و.
له دې وړاندې بیا د «مزار هوټل» په نوم یو لوی سوداګریز مارکېټ هم جوړ او ګټه اخستنې ته سپارل شوی و.