Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/18

د فراه والي د ایران خراسان رضوي ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره په ابونصر فراهي بندر کې لیدلي.

د دې ولایت د رسنیو دفتر په خبره، په دې کتنه کې د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا، د توکو لېږد را لېږد ستونزو حل او د تګ راتګ پر اسانولو خبرې شوې دي.

د فراه والي وياند عبدالمالک اسامه وايي: « د فراه والي او د ایران اسلامي جمهوریت مسوولینو د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو پياوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره اړینه وبله او د سوداګریزې راکړه ورکړې بهیر د ښه کېدو او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو پر دوامداره همغږۍ ټینګار وکړ. همدارنګه په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پراختیا، د تګ راتګ پر اسانتیا، د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد برخه کې د شته خنډونو پر هواري، سوداګریزو او باروړونکو وسایطو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.»

همدارنکه په دې لېدنه کې سوداګرو او بار وړونکو وسایطو ته د لا زیاتو اسانتياوو پر برابرولو هم ټینګار شوی.

شنونکي وایي، که د ابونصر فراهي بندر له لارې سوداګریزې اسانتیاوې زیاتې شي، دا به د لوېدیځو ولایتونو د اقتصادي ښه‌والي ترڅنګ، د صادراتو او وارداتو لګښتونه هم راکم کړي.

د  اقتصادي چارو شنونکی عبد النصیر رښتیا وايي: « دا طبیعي خبره ده چې په بندرونو کې ځینې ستونزې وي، لکه د ټرانسپورټېشن کمښت او ګمرکي ستونزې. که چېرې په ګمرکونو کې اسانتیاوې ډېرې شي او په حمل او نقل کې سهولتونه برابر شي، ښکاره خبره ده چې تجارت وده کوي او راکړه ورکړه ډېرېږې. موږ ډېر کله په خپلو بندرونو کې ګمرکي ستونزې، د ټرانسپورټېشن کمښت او د وېزې په څېر ځینې نورې ستونزې لرو.»

ځینې نور بیا د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا نه یوازې د سوداګرۍ په وده کې مهم بولي بلکې د سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټي همکاریو لپاره يې هم د ارزښت وړ ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي: « هر هېواد چې له بل هېواد سره مخامخ اړیکې ټینګوي، په هماغه اندازه د هېواد د انکشاف سبب کېږي. دا ښه خبره ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ دا ډول پراختیايي کارونه ترسره شي، ترڅو هم د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ توکي وارد شي او هم له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو او په دې سره واردات او صادرات روان وساتو.»

د ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو له پلوه یو له مهمو سوداګریزو مسیرونو بلل کېږي. دا بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په پراختیا کې مهم رول لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist