Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/18

اسلامي امارت د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې له روسي چارواکو سره د خپل پلاوي ليدنې له لاسته راوړنو ډکې بولي.

دا ګډ حکومتي پلاوی د لوړو زده‌کړو وزير شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ تللی و او هلته يې د ياد اقتصادي فورم په څنډه کې له روسي چارواکو سره د کانونو په استخراج کې د همکاريو پر جلب، د نفت او ګاز پر وارداتو، د سړکونو او اوسپنې پټلۍ پر جوړولو او دغه راز د سوداګرۍ پر پراختيا او د انرژۍ په چمتو کې پر همکاريو خبرې کړې.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي په روسیه کې د یوې اوونۍ اقامت پرمهال د روسیې له جګړو چارواکو سره د یو شمېر مهمو او اساسي مسایلو په تړاو خبرې وکړې. په دغو مسایلو کې کانونه، نفت او ګاز، روغتیا، سړکونه، رېل پټلۍ، تجارت، ټرانزيټ او انرژۍ اړوند موضوعات شامل وو او په اړه یې ګټورې، رغنده او اغېزناکې خبرې لرلې.»

د اسلامي امارت پلاوي د کازان اوولسم نړیوال بحث په څنډه کې د پروګرام اړوند نندارتون ته هم ورغلی او هلته يې د هوايي خدمتونو وړاندې کوونکو، د ټکنالوژۍ توليدوونکو، د نفت او ګازو د استخراج او يو شمېر نورو نړیوالو شرکتونو له مسوولینو سره کتلي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ويلي، وزير يې له یادو شرکتونو څخه په افغانستان کې هم د پانګونې غوښتنه کړې.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي وايي: « د لوړو زده کړو وزیر وویل چې افغانستان او روسیه ښې اړیکې لري او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان له روسیې او تاتارستان سره خپلې اړیکې لا ښې او پیاوړې کړي. دغه راز یې زیاته کړه، اقتصادي اړیکې مهمې دي، خو ترڅنګ یې د لوړو زده کړو، علمي همکاریو او متقابل تعامل پراختیا هم ځانګړی ارزښت لري.»

شنونکي روسیې ته د اسلامي امارت د ورغلي پلاوي سفر په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهم بولي او ټینګار کوي چې دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « کازان غونډه کولی شي له اقتصادي، امنیتي او سیاسي پلوه ډېره ګټوره وګڼل شي او بله دا چې اوس اسلام دین په روسیه کې د دویم دین په توګه ثبت کېږي، دا هم ارزښت لري.»

د اقتصادي چارو کارپوه  عبدالجبار ساپی وايي: « په دې غونډه کې له افغانستان سره د تخنیکي او ټکنالوژۍ په ګډون په ډېرو برخو کې ژمنې شوې دي.»

په دې سفر کې د عامي روغتیا وزارت مسوولانو هم د روسیې له روغتیايي چارواکو سره د دواړو لورو د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو، د خوراکي توکو د کیفیت پر کنټرول، د معیارونو پر ورته ‌والي او د صادراتو او وارداتو بهیر د ښه ‌والي لپاره د همغږۍ پر رامنځته ‌کولو بحثونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist