Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وایي، په خيبرپښتونخوا کې هېڅ ډول حکومت نه‌شته او په خبره يې، که وي هم پر دې سیمه حاکمیت نه‌لري.

مولانا فضل الرحمن د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې ويلي، د خیبرپښتونخوا په سویلې ولسوالیو کې ټول واک د حکومت په ځای له وسله‌والو ډلو سره دی او خلک خپل ماشومان د هغوی له وېرې ښوونځیو ته نه‌شي لېږلی.

مولانا فضل الرحمن زیاته کړې: « زموږ په سیمو کې حکومت نه‌شته؛ د خيبرپښتونخوا د سوېلي ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې په جوماتونو او بېټکونو کې وسله وال موجود دي، څوک له ويرې خپل ماشوم ښوونځي ته نه‌شي لېږلی او د ژوند ټولې چارې په ټپه ولاړ دي.»

مولانا فضل الرحمن دغه راز وایي، د دوی په سیمو کې د وسله‌والو ډلو موجوديت له امله ټول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او ځایي خلک اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. هغه د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې د خیبرپښتونخوا پر روان وضعیت یې سترګې پټې کړې دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په دې اړه ویلي: « زه له دېره اسماعیل خان سیمې سره تړلی یم. ټانګ، بنو او لکي مروت هم زما سیمې دي. زه له دغو سیمو رایې اخلم، خو تاسې باید خبر اوسئ چې زموږ په سیمه کې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي، په لوي شمېر کې خلک کډې کوي مګر حکومت په دې هېڅ خبره نه کوي چې په هېواد کې څه روان دي.»

د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د حکومت اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي هم هلته روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، اړتیا ده چې په پاکستان کې لنډمهاله حکومت جوړ او رڼې ټاکنې ترسره شي.

نوموړي دغه راز وړاندیز کړی و چې پاکستان باید د قانون او ډیموکراسۍ پر بنسټ اداره شي؛ داسې چې په کې عدلي نظام خپلواک وي، رسنۍ په کې ازاد فعالیت ولري او پوځ يې له سیاسي چارو لرې وساتل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « واقعیت دا دی چې په دغو سیمو کې د پاکستان حکومت شته نه. په دې وروستیو کې نه یوازې عام ولس ځورول کېږي بلکې د دینې علماوو سر او مال هم نه دی خوندي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « هلته اوس د ولس محرم خلک را اوچت شوي. دا هغه کسان دي چې پلرونه او مشران یې د پاکستان پوځ په شهادت رسولي. دوی د پاکستاني رژیم د ظلم پر وړاندې راپورته شوي دي.»

د چارو ځینې نور څارونکي بیا وایي، په خیبرپښتونخوا کې له کلونو راهیسې پاکستان خپل حاکمیت له لاسه ورکړی او دا څه هغه سیاستوال ښه درک کولی شي چې هلته له روان وضعیت خبر وي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د دې لپاره چې د پاکستان حکومت وکولی شي د خپلو سیمو امنیت ټینګ کړي، له افغانستان سره به یې هم اړیکې روغې شي او دواړه هېوادونه به په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګونه وکړي.»

په وروستيو کې د خيبرپښتونخوا په سوېلي ولسواليو او قبايلي سيمو کې ناامنیو بیا زور اخستی. تازه د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې په یوه بازار کې د چاودنې له امله نهه تنه چې دوه پولیس سرتېري او پنځه ولسي وګړي په کې شامل دي، وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د سیمې پولیس وايي، چاودنه په لکي مروت کې شوې. دا په تېرو څلورو ورځو کې په قبايلي سيمو کې دویمه خونړۍ چاودنه چې پراخه مرګ ژوبله هم اړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist