اوچا زیاتوي:«وروستیو سیلابونو په بادغیس، بغلان، هرات، کندز او پروان ولایتونو کې ۱۳ کسان مړه او ۸ تنه نور یې ژوبل کړي دي. په سیلابونو کې ۴۳۷ کورونه بشپړ نړېدلي او ۸۳۳ نور زیانمن شوي هم دي. د یادو پېښو له امله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوي هم دي، خو کره شمېر یې لا مالومه نه ده.»
وروستي سیلابونه د روانې مې میاشتې پر درېیمه او څلورمه نیټه راوتلي،چې غیر موسمي دي او تر ټول پراخ هغه یې په شمالي بغلان ولایتونو کې ول. له ځاني زیان سربېره یادو سیلابونو کرنیزې ځمکې او سړکونه ویجاړ کړي او نهه څاروي هم تلف شوي دي.
د مالوماتو له مخې، په روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې طبیعي پېښو په ټول افغانستان کې ۳۰ زره کسان اغیزمن کړي،چې یوازې ۵ زره یې د سیلابونو له امله ول.