Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اوچا: افغانستان کې مو وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پيل کړې

admin by admin
2022/05/09

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ  ادارې ( اوچا)  ویلي، په افغانستان کې د وروسیتو سېلابونو له امله د ځپل شویو کسانو سروې یې پیل کړې او تر دې دمه یې زرو کسانو ته لنډمهالې مرستې رسولي دي

یادې ادارې ویلي، تر دې دمه یې ۳ زره او ۴۰۰ اغیزمن کسان سروي کړي دي او هغوی ته یې د مرستو رسولو بهیر پیل کړی دی.

اوچا زیاته کړې:« د نړیوالو مرستندویه ادارو سروې ډلې سیمو ته استول شوي،تر څو د اغیزمنو کورنیو مالومات راټول کړي. یادو ډلو تر دې دمه ۳ زره او ۴۰۰ کسان سروې کړي او له زرو زیاتو کسانو سره یې د خوړو او سرپناه برخو کې لنډمهالې مرستې کړي دي.» 

اوچا ویلي،د سروې یاده پروسه د اسلامي امارت پېښو ته رسېدنې برخه کې د حکومت وزارت سره په همغږی ترسره کیږي او مشري یې هم یاد وزارت کوي. 

د ملګرو ملتونو یادې مرستندویه ادارې ویلي د پروان، بغلان، هرات، کندز، کنړ، جوزجان، سمنګان، بامیان، بادغیس، بدخشان او تخار ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې سیلابونه راغلي او په پام کې لري،چې ځپل شویو کورنیو ته دایمي مرستې ورسوي.

اوچا زیاتوي:«وروستیو سیلابونو په بادغیس، بغلان، هرات، کندز او پروان ولایتونو کې ۱۳ کسان مړه او ۸ تنه نور یې ژوبل کړي دي. په سیلابونو کې ۴۳۷ کورونه بشپړ نړېدلي او ۸۳۳ نور زیانمن شوي هم دي. د یادو پېښو له امله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوي هم دي، خو کره شمېر یې لا مالومه نه ده.» 

وروستي سیلابونه د روانې مې میاشتې پر درېیمه او څلورمه نیټه راوتلي،چې غیر موسمي دي او تر ټول پراخ هغه یې په شمالي بغلان ولایتونو کې ول. له  ځاني زیان سربېره یادو سیلابونو کرنیزې ځمکې او سړکونه ویجاړ کړي او نهه څاروي هم تلف شوي دي.  

د مالوماتو له مخې، په روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې طبیعي پېښو په ټول افغانستان کې ۳۰ زره کسان اغیزمن کړي،چې یوازې ۵ زره یې د سیلابونو له امله ول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist