Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اېمل ولي خان: په نا امنیو کې ښکېل وسله وال د پاکستان پوځ روزلي دي

اېمل ولي خان: په نا امنیو کې ښکېل وسله وال د پاکستان پوځ روزلي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

د عوامي نېشنل ګوند مشر وایي، که د پاکستان حکومت او پوځ په ریښتینې مانا وغواړي، ترهګري په بشپړ ډول ختمولی شي.

اېمل ولي خان په خیبرپښتونخوا کې د روانې ناامنۍ څپې ته په غبرګون کې ويلي، په ناامنۍ کې د لاس لرونکي هر کس په اړه د پاکستان حکومت کره او دقيق معلومات لري.

هغه زیاتوي، په خیبرپښتونخوا کې ټول هغه وسله‌وال چې ناامنیو ته لمن وهي، له بهر څخه‌ نه دي ورغلي او په خبره يې، په دې اړه د پاکستان ریاست له هر پلوه خبر دی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر زیاته کړې: « زه د یوه عام وګړي په توګه په دې نه پوهېږم چې طالب څوک دی، داعش څوک دی، ترهګر څوک او څوک څوک دي؛ زه له تاریخي پلوه په دې پوهېږم چې که دوی وغواړي، دا کیسه ختمولی شي؛ ځکه دوی هر کس او یو یو سړی پېژني.»

اېمل ولي خان همدارنګه ويلي، هلته مېشت ټول وسله‌وال د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو له خوا روزل شوي او نن دوی په ټول ایالت کې په ډاډه او ازادانه ډول ګرځي.

اېمل ولي خان ویلي: « زه دا خبره په ډاګه کوم چې وسله وال په ښکاره ګرځي، په باجوړ، مهمندو، وزیرستان او د پېښور په حیات اباد کې ازاد ګرځي. زه دا پوښتنه کوم چې دا هرڅه څنګه کېږي؟»

د عوامي نېشنل ګوند مشر همدارنګه د پاکستان له حکومت او پوځ غوښتي چې په خپل لاس د روزلو ترهګرو په ختمولو کې جدي ګامونه پورته کړي او په خبره یې، نور باید په‌دې برخه کې بې‌غوري ونه‌شي.

د چارو څارونکي هم د اېمل ولي خان څرګندونې مني او وایي، پاکستان له کلونو راهیسې هڅه کوي د خپلو ګټو د تعقيب لپاره ترهګر او ډلې یې وروزي او ملاتړ یې وکړي.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « نه یوازې دا چې د پاکستان پوځ او حکومت ته دا پته چې ترهګر چېرې دي بلکې اصلي خبره دا ده چې دا کسان دوی خپله جوړ کړي او خپل اهداف پرې تعقیبوي. د دوی دفاع وزیر دا خبره په صراحت وکړه چې دوی دغه کار د لوېدیځ لپاره کوي.»

یوشمېر نور د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان پوهېږي چې ترهګر چېرته او په څه ډول د دوی تر څار لاندې فعالیت کوي. د دوی په خبره، دا څه نن او سبا ټولې سیمې او نړۍ ته ښکاره دي چې پاکستان څه ډول ترهګر او ډلې یې روزي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « پاکستان ډېرې قوي استخباراتي شبکې لري او په دې کې شک نه شته چې څوک یې پر وړاندې ولاړ دي او چېرته دي.»

د  پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دا خبرې بلکل کره دي؛ تاسو پوهېږئ چې د پاکستان پوځ او استخبارات له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې په دې کار لګیا دي. دوی د ترهګرو په روزلو سره سیمه نا امنه کوي او خپلې ګټې پالي.»

په دې وروستیو کې په پاکستان او خیبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو لور ته روان دی. ترټولو وروستۍ پېښه د خيبرپښتونخوا په بنو کې د روانې مې میاشتې په نهمه، د پوليسو پر پوستې موټربم چاودنه او وسله‌وال بريد و چې د رسمي شمېرو له مخې، ۱۵ پوليس په کې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist