Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې د وژل شوي پنځه کلن ماشوم کورنۍ د قاتلانو نيولو غوښتنه کوي

کونړ کې د وژل شوي پنځه کلن ماشوم کورنۍ د قاتلانو نيولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

د عثمان په نوم کونړی ماشوم د ماښام په تیاره کې د څښاک په وسیله تر بې هوښه کولو وورسته، د خپل کور له دروازې تښتول شوی.

پلار یې وايي، د اسعد اباد پر نواباد د شپې څادر په خورېدو و او له بهره په ستړو ګامونو کور ته راغی، غوښتل یې له زوی سره  د ورځې ستړیا په لوبو او خبرو دمه کړي، خو ناخبر له دې چې زوی يې نه شته.

شپه يې د عثمان پيدا کولو لپاره په منډو تېره کړې، خو يک‌شنبه غرمه مهال يې جسد په داسې حال کې پيدا کوي چې خېټه يې څېرې شوې، د جومات له بامه له را غورځولولو وروسته پرې د سيمنټو تيږي هم راغورځول شوې دي.

د عثمان پلار محمد یوسف وايي: « له والي نیولې تر امنیه قوماندان او د حوزو تر مسوولینو، پر ټولو چارواکو غږ کوم چې زما د شهید کړای شوي زوی قاتلین ونیسي، د خپل عمل سزا ورکړي، ترڅو د نورو لپاره عبرت شي.»

کليوال يې پر مرګ خواشيني دي او وايي، دغه ماشوم نه دا چې بې ګناه و بلکې په ډېرې بې رحمۍ وژل شوی او قاتلانو ته يې د سختې سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د کونړ اوسېدونکی  بخت جان وايي: « په نواباد کې چې کوم ماشوم په ډېره بې رحمۍ وژل شوی، د ده قاتلین دې ونیول شي او سخته سزا د ورکړل شي.»

د کونړ اوسېدونکی نور الرحمن وايي: « له دې ماشوم سره ډېر زیات ظلم شوی. موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې دا مجرمان دې ژر تر ژره ونیسي او داسې سزا د ورکړي چې بل څوک بیا جرئت ونه کړي.»

د عثمان پر جسد د شکنجې له نښو ښکاري چې په بې رحمۍ وژل شوی. امنیتي مسوولینو د پېښې څېړلو او د قاتلانو نیولو ډاډ ورکړی، خو له خلکو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي: « د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او ټولې ادارې هڅه کوي اړین ګامونه پورته کړي، ترڅو عدالت تأمین او یقیني شي. موږ د دې شهید ماشوم له کورنۍ او خلکو غوښتنه کوو چې په دې اړه له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»

د کليوالو د معلوماتو له مخې، د عثمان پلار له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او له همدې امله د عثمان پر مرګ د خفګان ترڅنګ، د نوموړي بې رحمانه وژلو انګېزې حيران کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist