Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مسلم: هېواد کې د  وروستيو سيلابونو له امله ۲۰ کسان مړه او ۳۰ نور ژوبل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/05

د هېواد په شااوخوا ۲۷ ولايتونو کې  وروستي سيلابونو او توپانونو خلکو ته له ځاني زیانونو سربیره درانه مالي زیانونه هم  اړولي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم  وايي،د ورستيو طبیعي پیښو له امله  ۲۰ تنه مړه ، ۳۰ تنه ژول او ۲ تنه ورک شوي دي. 

مسلم زیاته کړه:« بدخشان،هرات،جوزجان،هلمند،فاریاب،بادغیس،تخار،کندهار،پروان،میدان وردګ او کندز ولایتونو کې کوم لومړنۍ شمېرې چې موږ ته رارسېدلي، له ۱۸ تر ۲۰ پورې کسان شهیدان لرو، ۳۰ ژوبل کسان لرو، دوه کسان ورک دي. همداشان شااوخوا ۱۰۰ حیوانات تلف شوي دي. شااوخوا ۲۰۰ جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې ده. دغه راز شااوخوا ۱۰۰ کورونه هم تخریب شوي دي.» 

په ورته وخت کې مسلم وايي،  له وړاندې یې دغو پيښو ته د چمتوالي لپاره ولايتونو ته ټيمونه استولې وو او ژغورونکې ډلې توانیدلي،چې ګڼ شمیر زیانمنو ته پر  وخت رسیدنه وکړي او له ګواښ سره مخ کسان وژغوري.  

هغه زیاته کړه:« هغوسیمو ته مو ټیمونه لېږلي،چې سروې وکړي او بشپړ ارقام ترلاسه کړي. نور ټيمونه مو هم لېږلي،چې د مړه شویو کسانو له کورنیو ته نغدي پیسې ورکړي، هغه کسان چې کورونه یې ویجاړ شوي او نورو ځایونو ته لېږدول شوي،خوراکي توکي او غیر خوراکي توکي ورته ورسوي.» 

بغلان یو له هغو ولایتونو دی،چې په دهن غوري سیمه کې سختو سیلابونو یې وګړي ځپلي،څلور تنه مړه شوي او زیاته اندازه کرنيزې ځمکې یې له منځه وړي دي.

د بغلان  یو تن اوسېدونکی وايي:«  پرون ناوخته باران شروع شوی دی، تر اوسه پورې د باران ورښت دوام لري. د شپې سېلابونه راغلل، د خلکو زراعت یې له منځه وړی دی. دا سېلابونو مالي  او ځاني تلفات لري.» 

د کندهار په ګدون سوېلي ولایتونو کې بیا سختو توپانونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د یادو سیمو اوسېدونکي وایي،د شدیدو توپانونو او سختو دوړو له امله یې د سولري برېښنا تختې یې راغورځیدلي او فصلونه یې ورته له منځه وړي دي. 

پروان کې بیا سیلابونو د خلکو ژوند ننګولی او تلفات هم لري. په فاریاب ولایت کې هم وړمه  شپه سخت سیلابونه راوتلي او په میمنه ښار کې یې ښااوخوا ۵۰۰ کورونه زیانمن او ویجاړ کړي دي. 

ددې ولایت په شینوارو،سیاه ګرد او شیخ علي ولسوالیو کې د سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه شوي او د سړکونو خراب والي له امله د پروان او بامیان ولایتونو لاره هم بنده شوې وه.

په ورته مهال بیا د هېواد د هوا پېژندنې ملي ادارې په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندووینه کړې ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist