Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/10

قطر کې امريکا ته د تګ لپاره منتظر شاوخوا ۱۱سوه افغانانو برخلیک په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې له مخې به يې کانګو ډيموکراټيک جمهوريت ته لېږدول کېږي، لا هم نه ده عملي شوې؛ خو د دې پریکړې د تطبیق په اړه په واشنګټن کې اختلاف ژور دی.

تازه د متحده ایالاتونو په کانګرس کې د مشرانو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې مخکښې غړې، جین شاهین د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر ته په یو استولي لیک کې له نوموړي غوښتي، چې یاده پریکړه لغوه کړي او په قطر کې د مېشت کړای شویو افغان پنا غوښتونکو لپاره متحده ایالاتو ته د لېږد قانوني بهیر پیل کړي.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن لخوا دغه پرېکړه به د ژمنو ماتولو او یو تاریخي خیانت په توګه حساب شي.

امریکايي سناتوره، جین شاهین وایي: «زه له ادارې غواړم، له هغو افغانانو سره خپلې ژمنې پوره کړي، چې زموږ له ځواکونو او پرسونل سره یې کار کړی او په السیلیه کمپ کې یې امریکا ته د لېږدولو قانوني بهیر «بشردوستانه لېږد» ارزونه بشپړه شوې ده.»

نوموړې په دې لیک کې دا اندیښنه هم څرګنده کړې، چې امریکا ته د یادو افغان پناه‌غوښتونکو د انتقال پروسې لغوه کېدل به په راتلونکي کې پر واشنګټن نړیوال باور زیانمن کړي.

د نوموړې له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا شاوخوا شپږ سوه پخوانیو ملکي او پوځي چارواکو په ورته اقدام کې د دې هېواد له بهرنیو چارو وزارت غوښتي وو، چې له قطر څخه درېیم هېواد ته د افغان پناغوښتونکو د لېږدولو پروسه لغوه کړي او مستقیم يې متحده ایالاتو ته انتقال کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع، عبدالرازق عدیل په دې اړه وایي: «له قطر څخه امریکا ته په دې توګه د کډوالو لېږدول، د کډوالۍ نړیوالو قوانینو له مخې نه‌یوازې مناسب او منلی شوی کار نه‌دی؛ بلکې له مسوولیت تېښته ده.»

په ورته مهال اتریش ویلي، چې د ازبکستان له لارې د ناقانونه افغان کډوالو د اخراج لپاره یې له ازبکستاني چارواکو سره خبرې مثبت پرمختګونه لري.

د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو يې له ازبکستاني سیالانو سره په تاشکند کې د کتنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د ازبکستان له لارې افغانستان ته د هغو افغان کډوالو ستنولو پر سر هوکړه ده، چې اتريش یې پر ایستلو ټینګار لري.

د اتریش بهرنیو چارو وزیره، بياته مانیل رایزینګر وایي: «په ځانګړي ډول د درېیمو هېوادونو د وګړو بېرته ستنولو په برخه کې، چې سیمه‌يیزې همکارۍ ته اړتیا لري، باوري شریکان او روښانه تګلارې اړینې دي. له ازبکستان سره د تړونونو پر بنسټ هغه چوکاټ رامنځته کېږي، چې د قانون حاکمیت پلی او د کډوالۍ منظم سیاست عملي شي.»

پر امریکا او اتریش سربېره جرمني هم پر جرمونو د مرتکبو افغان کډوالو ایستلو لپاره له اسلامي امارت سره مستقیمي او غیر مستقیمي خبرې کړې او هم یې د ازبکستان له لارې یو شمېر افغان کډوال اخراج کړي دي.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist