Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/21

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له یوې همکارې موسسې سره په ګډه دکابل ښار جوماتونو ملا امامانو او دیني عالمانو سره له دیني اړخه دچاپېریال ارزښت او د دوی له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي رسولو په موخه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د کابل ښار په ځینو برخو کې تر ځمکې لاندې اوبو په تړاو اندېښنه وښوده او وویل، د ښار ترځمکې لاندې اوبه تر۶۰ سلنو ککړې شوې او له څښاک وتلې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص وايي: « د کابل ښار په شمالي ځنډه او د خیرخانې کوتل په سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبه تر ۶۰ سلنو چټلې شوې او د څښلو نه دي. د خلکو له خوا د څښاک اوبو سالم مدیریت نه شته، خلکو په کورونو کې د تشنابونو اوبو لپاره جذبي څاه ګان کیندلي او دغه اوبه د څښاک اوبو څاه ګانو ته هم جذبېږي.»

خالص دغه راز وايي، د سترو فابریکو جوړېدو په تړاو هم اندېښنه وښوده چې په وینا یې دا فابریکې مضر ګازونه تولیدوي او د انسانانو د تدریجي مرګ سبب ګرځي.

نوموړی زیاته کړې، د چاپېریال ساتنې اداره نه غواړي چې دا فابریکې دې وتړل شي، خو باید د زیانونو د مخنیوي لپاره یې حل لارې ورته ولټول شي.

مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: « د خصوصي سکټور له خوا هر کال فابریکې جوړېږي او دا د انسانانو د تدریجي مرګ سبب ګرځي او هوا چټلوي. علما باید له دې خلکو سره خبرې وکړي او د خلکو د تدریجي مرګ مخه دې ونیسي. دا ستونزه حل لاره لري، موږ نه وايو چې دا فابریکې دې بندې شي.»

په ټوله کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په دې ناسته کې چې له دیني علماو سره جوړه شوې وه، غوښتنه شوې چې علما باید د ممبر او دجمعې لمانځه  دخطبو له لارې د چاپېریال ساتنې، اوبو، نیالګيو او بوټو ساتنې  د ارزښت په تړاو عامه پوهاوی ورکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس وايي: « اصلي موخه دا ده چې موږ له دینې اړخه د چاپېریال ساتنه، د پاکې هوا اهمیت، د اوبو ساتنه او د ځنګلونو کرلو اهمیت خلکو ته بیان کړو. دیني علما باید خلکو ته په دې اړه ذهنیت ورکړي.»

د غونډې ګډونوال چې تر ډېره دیني عالمان او د کابل ښار د جوماتونو ملا امامان دي، د چاپېریال ساتنې په برخه کې یې غونډه مهمه یاده کړې او زیاتوي چې په دې تړاو علما کولی شي په اسانۍ سره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دیني عالم عبدالمنان تره خېل وايي: « په دې کې شک نه شته چې دیني علما د چاپېریال په ساتلو کې ښه رول لري. لامل دی چې علما له خلکو او ولس سره ډېر زیات مناسبت لري او یو د بل په مړي ژوندي کې سره راټولېږي.»

دیني عالم سمېع الله میرزايي وايي: « دا چې دینې علما په هره برخه کې له خلکو سره نږدې دي او کولی شي په دې ډول پروګرامونو کې زده کړي مطالب په اسانۍ تر خلکو ورسوي.»

دیني عالم احمدالله وايي: « علمای کرام په تدریسي پروګرامونو، د جمعې لمانځه په خطبو او نورو مناسباتو کې کولی شي د چاپېریال ساتنې په تړاو رول اداء کړي.»

په ورته مهال، د چاپېریال ستاتنې ملي ادارې د ځنګلونو پرې کېدو په تړاو هم اندېښنه ښودلې او وايي، لاهم دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او که مخه یې ونه نیول شي، له سختو ستونزو سره به مخ شي.

یاده اداره وايي، د پرمختللیو صنعتي هېوادونو له لوري د ګلخانه يي ګازونو د تولید له لامله اقلیمي بدلونونه رامنځته شوي او اوس نه یوازې په افغانستان بلکې اکثریت هېوادونو کې بارانونه او واورې بې وخته ورېږي او مالي زیانونه رامنځته کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي
افغانستان

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول
افغانستان

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړیو خوشي کولو لپاره لاریونونه پیل کړل

اپریل 21, 2026
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې
افغانستان

د حج فریضې اداء کوونکو افغانانو لومړنۍ الوتنه له بلخ ترسره شوه

اپریل 20, 2026
له۱۰زرو کلونو وروسته د پخواني لوی لېوه نسل بیا را ژوندی شو
افغانستان

کابل کې د اهلي ژویو تود بازار؛ د ځینو بهرنیو سپیو بیه تر ۲ زره امریکايي ډالرو رسېږي

اپریل 20, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

د کرنې وزارت پلاوي روسیه کې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او وارداتو خبرې کړې

اپریل 20, 2026
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون: د افغان کډوالو جبري اخراج افغانستان کې بشري وضعیت لا سخت کړی
افغانستان

افغان کډوال: پاکستان د افغانانو ستنېدنې بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ کړی

اپریل 20, 2026

وروستي خبرونه

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026
د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړیو خوشي کولو لپاره لاریونونه پیل کړل

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist