Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

کارپوهان: افغانستان کې د امریکا لاسوهنه اوس هم دوام لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/27

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې خونړیو بریدونو چې ډېری قربانیان یې اهل تشیع افغانان دي،پر نړیواله کچه یې کرکه راپورته کړې ده او په دې پرلپسې بریدونو ژوره خواشیني څرګنده شوې ده،خو په دې غبرګونو کې د امریکا په دریځ نیوکې دي.

د  امریکا متحده ایالتو پر شیعه افغانانو د بریدونو له غندنې سربېره څو ځلې غوښتي دي،چې د دوی خوندیتوب ته باید جدي پام وشي.

د ساسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، واشنګټن له دې مسلې استخباراتي او سیاسي موخې ترلاسه کول غواړي.

دوی وايي،د امریکا متحده ایالت غواړي،افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي او د اوسني نظام پرضد خلک راپورته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه یحی چاووش  وايي:« په دې کې د امریکا سیاسي او استخباراتي موخې نغښتي دي او غواړي،چې افغانان یو او بل سره واچوي او یو او بل باندې یې شکمن کړي. په دې مانا،چې په دې تیارو کې درېیم لاس ښکیل دی،کار کوي،چې افغانان خپلو کې سره شکمن کړي.» 

افغانانو په تېرو شلو کلونو کې لویه قرباني ورکړه،خو تر اوسه پورې یې د شیعه او سني ترمنځ کوم تقابل نه لیدل کېږي.

د خلاصون لاې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، یو شمېر هېوادونه غواړي،افغانستان کې مذهبي تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي.

سیدا اکبر اغا وایي،د امریکا متحده ایالتو لاسوهنه لا پای ته نه ده رسېدلې او هڅه کوي،چې خلک د نظام پرضد راپورته کړي.

اکبرغا زیاته کړه:« د امریکا لاسوهنه اوس هم پای ته نه ده رسېدلې، اوس هم د دوی جنګي الوتکې ګرځي،داچې اوس دوی د شیعه ګانو موضوع راټینګه کړې، په دې نسبت نه ده،چې په شیعه افغانانو یې زړه خوږیږي غواړي افغانستان کې اور ته لمن ووهي تازه یې کړي هر قشر او سمت د حکومت په مقابل کې راپورته کړي.»

اسلامي امارت په شیعه افغانانو وروستي بریدونه غندلي،خو هم مهاله دغو خونړیو بریدونو بیا په اسلامي امارت د ولس نیوکه راپورته کړې ده،چې دوی هم د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، د وروستیو بریدونو عاملین له منځه تللي دي او داعش افغانستان کې کوم فزیکي حضور نه لري.

سمنګاني زیاته کړه:«هغه پدیده،چې مخکې یو غټ ګواښ وه،اوس د هېواد په یوځای کې هم فزیکي حضور نه لري. وروستیو بریدونو وښووله،چې دوی خپله وړتیا له لاسه ورکړې ده. ډېری عاملین یې بلخ او ننګرهار کې له منځه تللي دي او یا هم نیول شوي دي.»

کارپوهان وایي، افغانان باید خپل یوالی وساتي او د بهرنیو دسیسې چې غواړي، افغانان په مذهبونو او قومونو وویشي، تېر نه ایستل شي.

له نظام هم غوښتنه دا ده،چې افغانستان کې چا ته د کورنۍ او مذهبي جګړو او تاوتریخوالي موکه په لاس ورنه کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist