Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه زده کړیالانو د ورځو جلا کیدو غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/25

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت کابل او پولتخنیک پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د تدریس ورځې جلا کړي دي. 

د دغه پرېکړې له مخې، به نجونې د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو او هلکان به د يکشبنې، سه شبنې او پنجشنبې په ورځو کې درسونو ته ورځي. 

د لوړو زده کړو وزارت وياند احمد تقي ‌ وايي:« د دې لپاره چې اختلال په بشپړ ډول  ختم شی، زده کړیالان د علمي او عملي ګروپي کارونو له پاره وخت پيدا کړي او همدا راز استادان وشي کولای، چې څېړنيز او علمي کارونه تر سره کړي، نو د کابل پوهنتون عملي شوار د پيشنهاد پر اساس د لوړو زده کړو وزارت علمي شوار پرېکړه وکړه،چې له دې وروسته به په اوونۍ کې درې ورځې هلکان او درې ورځې نجونې  د درسونو لپاره ورځي.» 

د کابل پوهنتون استادان او زده کړیالان بیا د  لوړو زده کړو د وزارت دغه پریکړه معقوله نه بولي،خو وزارت ادعا لري،چې یاده پریکړه د علمي شورا له لوري شوې ده.

د کابل پوهنتون یو تن زده کړیال وايي:« په استادانو هم فشار راځي او په شاګردانو هم فشار راځي، مخکې چې به کوم درس ویل کېده، په محصلینو به زيات فشار نه راته، اوس چې کوم محصلین له اتو بجو تر درې بجو راځي، نو هغوی له رواني ستونزو سره مخ کیږي. اوس وخت شاګرادان فکر کوي، کوم درس چې له اتو بجو تر درې بجو ویل کیږي، دغه درسونه بيا به عملي ډول نه شي زده کولای.» 

يو شمېر استادان چې نه یې غوښتل رسنیو سره خپل انځور او غږ شريک کړي، وايي د زده کړې منظم سيستم ته اړتيا ده او په يادو درې ورځو کې به زده کړیالان ونه شي کولای،خپل درسونه په بشپړ ډول ولولي. 

محصلین بیا له لوړو زدکړو وزارته غواړي،چې پر دغه پریکړه له سره غور وکړي. 

د کابل پوهنتون یو تن زده کړیال وايي:« دا خو د محصل په حق کې سخت ظلم دی،ځکه يو محصل باید ټوله اوونۍ پوهنتون ته راشي، درسر ولولي، او په عادي ډول درس ولولي، نه شي کیدلی، چې د دوو ورځ درس په يوه ورځ ولولي، نو پر محصل باندې فشار راځي، نو دا نه شي کیدلی. دا داسې مانا لري،چې سمستر کې دوه مياشتې درس ولولې او دوه میاشتې رخصت یې، نو هېله مو ده، چې لوړو زده کړو وزارت په دغه پرېکړه له سره غور وکړي.» 

تر دې وړاندې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې هلکانو او نجونو ته مختلف وختونه ټاکل شوي ول. 

د لوړو زده کړو وزارت د نوې پرېکړې له مخې به د ورځې درسي بهیر د سهار له اتو بجو پيل او د ماسپښن تر درې بجو به دوام کوي،چې په منځ کې به يې يوازې د يو ساعت له پاره دمه اخېستل کیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist