Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د زابل اوسېدونکي د روغتیايي چوپړتیاوو د زیاتوالي کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/23

د هېواد سویلي  زابل ولایت  یو شمېر اوسېدونکي وايي،د زابل په دولتي روغتون کې ناروغو مراجعینو ته درمل نه ورکول کېږي او ناروغان اړ دي، چې د روغتون د ډاکټرانو ورليکل شوي درمل له بازاره په پیسو واخلي.

دوی له اړوند ارګانونو او د روغتيا په برخه کې له مرستندویه موسسو د یاد دولتي روغتون لپاره د درملو د مرستې غوښتنه کوي.

د زابل  ښار یو تن اوسېډونکی  خوشال ا وايي:« موږ همدا یو روغتون لرو،خو کله چې ناروغان ورته یوسو، درمل نه ورکوي، وايي تاسو درمل له  بازاره واخلئ. موږ د روغتیا وزارت او له موسساتو غوښتنه کوو، چې یاد روغتون ته دې د درملو په برخه کې مرسته وکړي.»

خو د دغه لایت مرکز کلات عمومي روغتون سرطبیب احمد حریفال بیا وايي، د دوی د روغتون د اصولو او امکاناتو له مخې یوازې هغو ناروغانو ته درمل ورکول کېږي،چې یاد روغتون کې بستر وي او هغه کسان چې بستر ته اړتیا نه لري، درمل  باید له بازاره واخلي.

حریفال زیاته کړه:« نه داسې نه ده، موږ یوازې هغو ناروغانو ته درمل د روغتون له امکاناتو ورکوو،چې په همدې روغتون کې بستر وي. کوم ناروغان،چې یوازې د ډاکټر د نسخې لپاره راځي او بستر ته اړتیا نه لري، د روغتون د اصولو له مخې درمل باید له بازاره واخلي.»

په همدې حال کې د زابل ولایت ځینې نور اوسېدونکي بیا همدا ډول د لري پرتو ولسواليو په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي ډاکټرانو د نشتون یادونه کوي.

دوی وايي،د لري ولسواليو په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي ډاکټرانو نه مجودیت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د زابل ولایت یو تن  اوسېدونکی ذبیح الله وايي:«په  یو شمېر لرې ولسوالیو کې لا هم روغتیايي مرکزونو کې مسلکي ډاکټران نشته دی، له همدې امله د ولسوالیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»

خو د دغه لایت د عامې روغتیا مشر مولوي عبدالحکیم بیا وايي، دغه ولایت کې د تېرو میاشتو  پرتله په لرې پرتو ولسوالیو کې روغتیايي چوپړتیاوې زیاتې شوي او د دې برخې کیفیت به هم په تدریجي ډول لوړ شي.

عبدالحکیم زیاته کړه:«زموږ روغتیايي چوپړتیاوې په لومړیو کې یوه اندازه ټکنۍ وې، خو د تېرو څو میاشتو  پرتله مو اوس ټولو ولسوالیو ته روغتیايي چوپړتیاوې ډېرې شوي دي او په تدریجي ډول به یې کیفیت هم ښه شي.»

دا مهال د زابل مرکز کلات پر کچه یوازې یو سل بستریز دولتي او درې نور خصوصي روغتونونه فعالیت کوي،چې په استثنايي حالاتو کې د ځينو پرمختللو طبي وسایلو د کمښت په خاطر یې یو شمېر ناروغان کندهار او یا هم کابل ته ليږل کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist